استراليا بايد رسوايي ختمه کړي
CRI2021-09-21 15:26:11
شريکول:

استراليا په دې وروستيو کې په يوه اړخيزه توګه په ستر ارزښت د اوبتلو د جوړونې په اړه له فرانسې سره لاسليک شوی ارزښتند تړون مات او برعکس يې له امريکا او بريتانيا سره همکارۍ پيل کړی او نوې امنيتي ګډه ټولنه يې جوړه کړې ده. استراليا د خپلې وعدې خلاف کړنه تر سره کړه. خو د دغه هېواد صدراعظم سکوټ موريسون دې ته هيڅ پام نه و، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن د دغه هېواد، بريتانيا او استراليا لخوا د نوې امنيتي ګډې ټولنې د جوړولو په هکله مطبوعاتي غونډه کې د ويډيويي وينا په وخت کې د ده نوم ياد نه کړ او د استراليا دغه کس نوم يې ورته وکاروه.

د امريکا، بريتانيا او استراليا تر منځ تش په نامه ټينګو اړيکو کې استراليا د امريکا کشر ورور هېواد ياد شوی دی. استراليان انديښنه لري چې د موريسن حکومت د دغه هېواد د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټې لټوي او په حقيقت کې د دغه هېواد راتلونکي ته د قماربازي په حيث ګوري.  

لومړۍ، امريکا، بريتانيا او استراليا د فرانسې پر خلاف د اوبتل د جوړونې تړون لاسليک کړ او د فرانسې غوسه يط راوپاروله او دا په اسانۍ توګه نه شی ارامېدلی. استراليا بايد فرانسې ته ستر تاوان ورکړي، بله خوا به د فرانسويانو باور له لاسه ورکړي او حتا د فرانسويانو له ټينګ مخالفت سره به مخ شي.   

دويم، د استراليا دغه کړنه له لاسليک شوي تړون څخه سرغړونه ده او د اوږد مهال لپاره به په ډيپلوماتيکو او اقتصادي چارو کې ځان ته منفي اغيزې ورسوي. کوم يو هېواد به وغواړي چې په راتلونکې کې له استراليا سره ژوره همکارۍ وکړي؟

درېيم: استراليا د هغه ذروي اوبتل تېکنالوژي غواړي چې ستراتيژيکي نظامي ارزښت لرونکې دی. نړيوالې ټولنې په تېره بيا د دغه هېواد ګاونډيو هېوادونو ته به دا شک پيدا شي چې ايا استراليا به د ذروي وسلو د نه خپرولو ژمنه پوره کړي؟ د ماليزيا صدراعظم او د اندونيزيا ولسمشر په شمول په نړۍ کې مشرانو هم د استراليا د دغې کړنې په اړه انديښنې څرګندې کړي او ويلي يط دي چې، ښايي په نړۍ کې د نظامي وسلو سيالۍ رامنځته شي.