د هېواد ښکلې منظرې
cri2021-09-21 14:46:56
شريکول:

اته سوه کاله مخکې د نان سونګ په نوم د امپراطورۍ دورې هېوادپالونکي شاعر شين چي جي د سپوږمۍ اختر په شپه يو شعر ليکلی چې مفهوم يې داسې دی، له باد سره په آسمان کې لسګونه کيلومتره ليرې ځای ته سفر کوم او غواړم د هېواد ښکلې منظرې وګورم. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۸م کال د مۍ په دويمه نېټه د بېجينګ پوهنتون له استادانو او محصلينو سره د خبرو په ناسته کې ياد شعر ياد ولوسته.

ښاغلي شي د ۲۰۱۵م کال د سپوږمۍ اختر په درشل کې د امريکا په سياټل ښار کې له ځايي چيني الاصله امريکايانو سره په مېلمستيا کې دوی ته د سپوږمۍ کېکونه ډالۍ کړل او له هېواد او کور سره د مينې په اړه يې يو بل مشهور چيني شعر ولوسته، چې مفهوم يې داسې دی، په لويې او پراخې دنيا کې زما په زړه کې د خپل ټاټوبي ياد او احساس ګرځي. 

کور د يو هېواد واحد بنسټ دی او يو هېواد له زرګونو کورونو څخه جوړوي. که زرګونه کورنه نيکمرغه وي، نو هېواد او ملت به هم ښه او سمسور وي. د چيني ملت خوب نه يوازې د چين هېواد او چيني ملت اميد دی، بلکې د هر چينايي هيله هم ده.