د چين د پرمختګ وړانديز کې د لوی هيواد مسئوليت انعکاس شوی
cri2021-09-23 14:26:16
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه له بېجينګ څخه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې اسمبلۍ په ويډيويي مباحثوي غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه. هغه د کرونا وبا ضد په مبارزه کې د همکارۍ، د اقتصاد د بيااحيا، د نړيوالو اړيکو ټينګښت او د نړيوالې ادارې د بشپړېدو په هکله يو لړ نوي وړانديزونه او اقدامات وړاندې کړل او و يې ويل، چې نړۍ يو ځل بيا د تاريخ په تقاطع کې ولاړه ده او باور يې وښود، چې د انسانانو د سوله ييز انکشاف د تمايل مخنیوی ناشونی دی. د زياتو هېوادونو استازو په اند، د شي جين پينګ وينا د نړۍ لپاره د پرمختګ لوری روښاڼه او باور او ځواک يې ورته برابر کړی دی او د يو لوی مسئولانه هېواد بڼه ترې ښکاري.

سږ کال په ملګرو ملتونو کې د چين د قانوني چوکۍ د اعادې له ۵۰مې کاليزې سره برابر دی. په تېرو ۵۰ کلونو کې چين د امنيت شورا د يو دايمي غړي په توګه د ملګرو ملتونو د مقام او رول د ساتلو او د نړيوالې ادارې بشپړېدو د هڅولو په برخو کې مهم رول لوبولی دی. اوس د نړۍ پر وړاندې د وضعیت ستر بدلون او د کرونا سختې وبا په شمول ځينې لويې ستونزې موجودې دي او چين په همدې ستونزمن وخت کې د دغو ستونزو د حل لپاره خپله لايحه وړاندې کړې ده.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې نړۍ دې د کرونا وبا ضد مبارزه کې برياليتوب تر لاسه کړي، هر هيواد دې د اقتصاد د بياسمسورتيا لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي، خپلمنځي يووالی او همکارۍ دې پياوړې کړي او نړيوالې ادارې دې بشپړې او رښتينی څواړخيزم دې تطبيق کړي.

د رئيس شي جين پينګ په دغو څلورو وړانديزونو کې د نړۍ پر وړاندې د موجودو لويو ستونزو او مسئلو ته ځوابونه ويل شوي او د نړيوالې ټولنې په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو پراخې غوښتنې او هيلې ترې ښکاري.

د کرونا وبا ضد مبارزه اوس تر ټولو بېړنی کار دی، شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې نړيواله ټولنه بايد د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د کرونا ضد واکسين دې د نړۍ عامه توليد وګرځوي او د کويډ-۱۹ ويروس د سرچينې لټون دې جدي ترسره کړي. چين به هڅې وکړي، چې په روان کال کې مخ پر ودې هېوادونو ته ۲ ميليارډه ډوزه واکسين برابر کړي، د روغتيا نړيوال سازمان  کوواکس پروګرام ته به د سل ميليونو ډالرو بسپنې د ورکولو پر بنسټ، د سږ کال تر پایه پورې پرمختيايي هېوادونو ته  سل ميليونه دوزه واکسين بسپنه ورکړي.

 له دې څخه ښکاري، چې چين د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې لپاره تر وسې پورې خدمتونه کوي.

د کرونا وبا د منفي اغېزو له امله، د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ نابرابري نوره هم سخته شوې او د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا له ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده. بلخوا نوي صنعتي انقلاب د پرمختيايي هېوادونو د انکشاف په بهير کې لوی ګامونه پورته کړي او فرصتونه  برابر کړي دي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې په لومړي ځل د نړيوال پرمختګ وړانديز وکړ او ویې ويل، چې انکشاف او ابادۍ ته بايد لومړيتوب ورکړل شي، پر خلکو دې تمرکز او نوښتي پرمختګ ته دې زيات اهميت ورکړل شي. د شي جين پينګ دغه وړانديز د نړۍ د همغږي او ټولشمول پرمختګ لپاره لارنقشه جوړه کړې او نړيوالې ټولنې ته يې د چين مهم عامه توليد  وړاندې کړی دی.

د امريکا د کوهن صندوق رئيس روبيرت لورنس کوهن په دې اند دی، چې د رئيس شي جين پينګ دغه وړانديز به د نړيوال پرمختګ لپاره اغېزمن او فعال ځواک برابر کړي.

د رئيس شي جين پينګ له وړانديزونو څخه ښکاري، چې چين تل په نړۍ کې د سولې او ثبات د عملي کېدو، د نړيوال پرمختګ د هڅولو او د نړيوال نظام د ساتلو لپاره هڅې کړي او په راتلونکی کې به په خپل انکشاف، نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي.