ايا امريکا د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې د رهبرۍ توان لري؟
CRI2021-09-24 12:38:51
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن د سپتمبر په ۲۲مه نېټه (( د کرونا وبا په اړه د نړيوالې سرمشريزې غونډې )) مشري وکړه او په ترڅ کې يې څو څو ځلې د کرونا وبا پر وړاندې د نړيوالې مبارزې لپاره د امريکا خدمتونه ياد کړل او له بهر سره د دغه هېواد د واکسين د مرستو راتلونکی پلان يې خپور کړ. خو د نړيوالې ټولنې د عامو افکارو په اند، د امريکا په کوربه توب د دې غونډې وخت او د دغه هېواد د (( لويې موخې )) په اړه شکونه موجود دي.

امريکا نوموړې غونډه (( د کرونا وبا ضد تر ټولو لويه نړيواله سرمشريزه غونډه )) وبلله، خو د ځينو لويو هېوادونو مشرانو پکې ګډون نه درلود. نړيواله ټولنه د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې د رهبرۍ په اړه د امريکا د توان او نيت په اړه ژور شکونه لري.

په امريکا کې له ۴۲ ميليونو او ۵۰۰ زرو زيات کسان پر کرونا وبا اخته شوي او په دغه هېواد د دې وبا له امله ۶۸۰ زره وګړي مړه شوي دي. نو اوس پوښتنه دا ده، چې ايا امريکا د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې د رهبرۍ توان او اعتبار لري؟

د ځينو څېړوونکو په اند، سپينه ماڼۍ غواړي، د يادې سرمشريزې غونډې له لارې د کرونا وبا پر وړاندې خپله منفي بڼه پټه وساتي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د بېړنۍ ايستنې پر ناوړو کړنو او ګډوډۍ پرده وغوړوي او له نورو لويو هېوادونو سره سيالۍ کې د (( واکيسين ډيپلوماسۍ )) د پياوړتيا له لارې وړتيا ولټوي.

جوبايډن په خپله وينا کې وويل، چې بهر ته د امريکا د صادراتي واکسين شمېر د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی او دغه هېواد به نړۍ ته د کرونا وبا ضد نور ۵۰۰ ميليونه دوزه واکسين ورکړي، څو هغه موخه پوره شي، چې يو کال وروسته به د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې لږ تر لږه ۷۰ سلنه نفوس ته د کرونا وبا ضد واکسين تزريق شي.

نړيواله ټولنه د امريکا د دغې موخې په اړه شکونه لري. د خلکو د واکسين ليګ چې د څو نړيوالو سازمانونو له خوا جوړ شوی، دې ته شار کړې، چې د جوبايډن دغه موخه نه شي پوره کيدای. دغه ليګ له نړيوالو مشرانو څخه غوښتي، چې له شفاهي ژمنې پرته د کرونا وبا ضد واکسين د توليد د پياوړتيا لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي.