ډيموکراسي د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو حق دی
cri2021-09-24 12:27:22
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې اسمبلۍ په ويډيويي مباحثوي غونډه کې وويل، چې ډيموکراسي د کوم هېواد انحصاري حق نه، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو حق دی.

 په امريکا کې د چين سفير چن ګانګ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د کارټ مرکز او د جورج بوش د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو صندوق یوې غونډې ته وينا وکړه او د چيني ځانګړتيا لرونکې ډيموکراسۍ مشخص تفصيلات يې وړاندې کړل.

ډيموکراسي په ګردې نړۍ کې ډېره د پاملرنې او بحث وړ مسئله ده. ځينو لوېديځو سياستوالو د خپلې سياسي موخې لپاره پر چين بې ځایه تورونه لګولي او د چين د پرمختګ او ابادۍ د مخنيوي هڅې کوي او همدې کار ته يې د ډیموکراسۍ ساتنې نوم ورکړی دی.  نړيوال بايد د دوی پر بد نيت ښه وپوهېږي او د دوی لخوا په را پارول شوي جنجال کې بايد ډوب نه شي.

ډیموکراسي يوناني کليمه ده، چې له دوو کليمو جوړه شوې ده. ډيمو یعنې خلک او کراسي د نظام مانا لري، یعنې د خلکو نظام.  ډيموکراسي د لوېديځو هېوادونو د پرمختګ تاريخ ته په کتو، له تېرو دوو زرو کلونو راهيسې په اصلي مانا نه ده کارول شوې. لوېديځ هېوادونه، په تېره بيا امريکا د پياوړي اقتصادي او پوځي توان په لرلو سره غواړي، په نړۍ کې د ډيموکراسۍ او سياست د وينا حق تر لاسه کړي، دوی ډیموکراسۍ ته د رایګیرۍ او څو ګوندونو نظام معنا ورکړې او په همدې معیار د نورو هېوادونو سياسي نظامونه ارزوي. که له معیار سره يې سمون ولري، نو د ډیموکراسۍ لرونکي هېواد نوم ورکوي، که نه، نو مستبد او ډیکټاتور هېواد يې بولي.

 امريکا د سياسي نظامونو د توپير له کبله، د ختيځو او لوېديځو هېوادونو ترمنځ د ډیموکراسۍ او استبداد په نوم جنجالونه راپارولي او دغه کړنه يې د ډیموکراسۍ له اصولو سره سمون نه لري.

امريکا دا حق نه لري، چې په یواړخيز ډول د ډیموکراسۍ معنا تائيد کړي او ترې ګټې واخلي او يا خپل معیار پر نورو وتپي او يا په نورو هېوادونو کې تش په نوم ډیموکراتیک اصلاحات ترسره کړي. د نړۍ بېلا بېل هېوادونه مختلفې بڼې لري او هر هېواد حق لري، چې د خپلو ځانګړو حالاتو له مخې ډیموکراتيک نظام جوړ کړي.

په چين کې خلک پوره ازادي او ډیموکراسي لري او پر خپلو چارو تمرکز لري او د چين د ټولو سياسي نظامونو او اقداماتو موخه هم خلکو ته د زياتو ګټو رسول دي.  په چين کې ټولې مهمې مقننه پرېکړې د دې هيواد د مقرراتو له مخې تر ډیموکراتيکې او علمې پرېکړې وروسته ترسره کېږي. د چين په سیاسي نظام کې انتخابات او رايګيري  ښه رول لوبوي، ټول مامورين تر ارزونو وروسته پر خپلو دندو ټاکل کيږي او تل د خلکو تر نظارت لاندې وي. د هاروارډ پوهنتون کنيډي پوهنځي سروې، چې په تېرو مسلسلو لسو کلونو کې يې ترسره کړې، ښيي، چې د هېواد ادارې په چارو کې د چين د کمونېست ګوند په اړه د چینایانو د رضایت انډول له ۹۰ سلنې زيات دی.

ډیموکراسي د ښکلا وسيله نه ده، بلکې په عمل کې بايد ثابته شي. د چين ځانګړتيا لرونکې ډيموکراسۍ يو لړ د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي، مثلاً 1.4 ميليارډه چينايان له سختې بېوزلۍ څخه وتلي دي، چين له ډېرو کلونو راهيسې د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې له ۳۰ سلنې زيات خدمتونه کړي او چين لومړی هيواد دی، چې کرونا وبا يې کنټرول کړې ده. موږ ويلی شوو، چې د چين ډیموکراتیک نظام غښتلی او اداري توان يې ښکاره دی.
د امريکا په کانګرس کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند او د ډيموکرات ګوند ترمنځ کله کله جنجالونه راپورته کېږي او د مصوبو د ځنېډو پېښې هم پکې ډېرې پېښېږي. د امريکا پرينستون پوهنتون او نارتوېسټ پوهنتون په ۲۰۱۴م کال کې د دغه هېواد د ۲۰۰۰ تګلارو د څېړنو نتيجه خپره کړه، چې له مخې يې نږدې ټولې تګلارې د شتمنو کسانو يا د لويو شرکتونو استازو لخوا ټاکل شوي او پر تګلارو د عامه وګړيو اغېزه نږدې صفر ښودل شوې ده، نو پوښتنه دا ده، چې دغه شان ډيموکراتيکې لوبې او د شتمنو په ګټه ديموکراسي به څه اداري نتيجې ولري؟

په امريکا کې پر کرونا وبا د اخته او مړو شمېر په نړۍ تر ټولو زيات دی، حقیقت دا دی، چې د دغه هېواد د مشرانو په ويناوو کې ډيموکراسي هېڅ ارزښت نه لري.