چين په هانکانګ کې د امريکا د لاسوهنې په اړه د حقيقتونو لېست خپور کړ
CRI2021-09-25 14:39:00
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۲۴مه نېټه د امريکا د هغو کړنو په هکله د حقيقتونو يو لېست خپور کړ، چې د هانکانګ د ځانګړي ادارې سيمي په چارو کې يې لاسوهنه کړې او په هانکانګ کې یې د چین ضد ذهنیت او ګډوډۍ جوړونکو ملاتړ کړی. دغه لېست په ۲۰۱۹ کال کې په هانکانګ کې د ځينو مقرراتو د تعديل راهيسې د دغې سيمې د ټولنيزې ګډوډۍ جوړولو لپاره د امريکا سختې کړنې افشا کړې دي. د دغه لېست له مخې، امريکا د هانکانګ په اړه قانون جوړ کړ، د تش په نوم په هانکانګ کې د حکومت پر کارکوونکو يې بنديزونه اچولي،  د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې پر کارونو يې تورونه لګولي، د چين ضد لپاره د هانکانګ د ګډوډتيا له جوړونکو څخه ملاتړ کړی او له ملګرو هېوادونو سره يې په ګډه د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه وکړه او داسې نور. 

د دغو څرګندو او پاکو شواهيدو له مخې خلک د هانکانګ په چارو کې د امريکا د لاسوهنې لارې چارې او رياکارانه دوه ګونې معيارونه ليدلای شي. دا ډېره څرګند ده، چې امريکا د تسلط غوښتنې او بادارې اصلي نيت لري او غوښتل يې په هانکانګ کې د ګډوډۍ جوړولو له لارې د چين د پرمختګ مخه نیول دي.   

امريکا تل د ډيموکراسۍ، آزادۍ او بشري حقونو په پلمه د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه وکړی، د هانکانګ د ملي امنيت قانون او د هانکانګ د ټاکنې نظام پر بشپړتيا يې تورونه لګولی. خو امريکا په خپله د بشري حقونو په چارو کې زياتې مسئلې لري.  امريکا په خپل هېواد کې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول په چارو کې ناکام شو، چې په ټول بهير کې د لږکي الاصله امريکايانو بشري حقونه تر پښو لاندې سوه، دغه راز يې له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د وتلو په وخت کې پر ملکي وګړو بمونه وغورځول وکړې، د هايتي زيات شمېر کډوال چې خوراک او پيسي نه لري، بير ته دغه هېواد ته سپارلي. حتې د هايتي د مسئلې په هکله د امريکا ځانګړي استازي دانيل فوټ د امريکا د حکومت د بشري ضد کړنو سخته غندنه وکړه، چي په نتیجه کي يې د سپتمبر په ۲۳مه نېټه يې له خپلې دندې څخه کوښه کړه.  په همدې وخت کې زياتو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۲۸مه غونډه کې له بشري حقونو څخه د تيري کولو په اړه د امريکا ډېرې کړنې سختې وغندلې.

چين هيڅکله په خپله نښتې لمسونې نه کوي، خو هيڅکله د نورو خواوو  له تيري نه ويريږي. د امريکا هغه نيت چې په هانکانګ کې به د ګډوډي جوړولو له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي هيڅکله ريښتنی نه سي. چين په مساوې ډول د امريکا پر اړوندو شخصيتونو او ډلو بنديرونه لګولي، د نورو هېوادونو د بنديزنو ضد قانون يې صادر کړی او ياد لېست يې خپور کړی. د چين له دغو عادلانه تدابير څخه څرګنديږي چي چين به د نورو خواوو هغو کړنو ته چې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او ملي ګټو او شرافت ته زيانونه رسوي ورته به اړين او ځواکمن ځواب ورکړي. هر هېواد بايد په چين کې د لاسوهني لپاره د چین ټينګ هوډ او ستر توان ته په سپکه ونه ګوري.