د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سیرګی لاوروف د سپټمبر پر ۲۵مه په نيویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې وويل، د طالبانو له همکارۍ پرته، د افغانستان سياسي جريان نه ترسره کېږي. نو امنيت شورا بايد له طالبانو سره همکاري وکړي.
نوموړي د روسيې او طالبانو ترمنځ د تماس په هکله وويل، چې په اوسني وضعیت کې د دواړو خواوو د تماس نيولو پر وړاندې هېڅ ستونزه يا خنډ نشته. روسيه بايد د خپلو اتباعو د امنيت ساتلو پر بنسټ د افغانستان داخلي روغې جوړې او سياسي پروسه وهڅوي. (هيله)