د چين ميډيا ګروپ مشر : چين ته د مېرمن منګ وان جوو د بېرته ستنېدو په اړه راپور، د ډېرو خلکو غږ پورته کړ
cri2021-09-26 15:28:54
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د سپټمبر د ۲۶مې نېټې په سهار په شانګهای کې وويل، چين ته د مېرمن منګ وان جوو د بېرته ستنېدو په اړه راپور د ډېرو خلکو غږ پورته کړ. د دغو وګړو عمومي شمېر، چې د دغه ګروپ په بېلا بېلو ويبپاڼو کې يې د دغه راپور ستاينه کړې، ۴۰۰ ميليونو ته رسېدلی او دغه رقم د امريکا او کاناډا د نفوس تر عمومي شمېر هم زيات دی. دا د چينايانو قوت بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې خپل وطن ته د مېرمن منګ وان جوو له بېرته ستنېدو څرګندېږي، چې د چين کمونېست ګوند خلکو ته تر هر څه زیات لومړيتوب ورکوي او د يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو چينايانو ټينګه تکيه ګڼل کيږي. (شکريه)