بېرته خپل هېواد ته د مېرمن منګ وان جو راستنېدل، د خپلو اتباعو د حقه حقونو د ساتلو لپاره د چين د کمونېست ګوند ټينګه اراده څرګندوي.
cri2021-09-26 11:25:52
شريکول:

د چين د هواوۍ شرکت د عمومي مديرې مرستيالې منګ وان جو چې د کاناډا له خوا په غيرقانوني توګه د ۱۰۲۸ ورځو لپاره توقيف شوې وه، د چين د حکومت په ناستومانه کېدونکو هڅو سره د سپتمبر پر ۲۴مه بېرته خپل وطن ته راستنه شوې ده. هغې بيا ازادي تر لاسه کړې، چې دا د عدالت او قانون بريا ده او له دې څخه د خپلو اتباعو د حقه حقونو د ساتلو لپاره د چين د کمونېست ګوند ټينګه اراده او له بادارۍ سره د چينايانو مخالفت ښکاريږي.

د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې د کاناډا حکومت د امريکا له غوښتنې سره سم د وينکوور په هوايی ډګر کې مېرمن منګ وان جو توقيف  کړه او ورپسې امريکا له کاناډا څخه د تش په نوم د Wire fraud په تور د مېرمن منګ د سپارلو غوښتنه وکړه. تر هغه وروسته کاناډا هغه حقيقت له پامه وغورځاوه، چې مېرمن منګ وان جو د دغه هېواد قانون نه ؤ تر پښو لاندې کړی او په غير قانوني توګه يې د څه باندې زرو ورځو لپاره توقيف کړې  وه.

دا په ښکاره ډول يو سياسي پېښه وه، چې د چيني اتباعو په مقابل کې د امريکا له خوا طرح شوې او د کاناډا له خوا تر سره شوی سياسي  ظلم دی.امريکا او کاناډا د قانون په پلمه وغوښتل، چې د چين پر عصري تصديو باندې فشارونه واچوي او د چين د علمي او تخنيکي پرمختګ مخنيوی وکړي

د امريکا له خوا لګول شوي تورونه بې بنسټه دي. د بېلګې په توګه د کاناډا قاضيانو څو ځلې شک درلود، چې پر مېرمن منګ وان جو د امريکا لګول شوي تورونه روښانه نه دي. سربېره پردې شواهد ښيي، چې د HSBC بانک له امريکايي حکومت سره د همکاريو له لارې په ناوړه توګه ډېر جعلي شواهد جوړ کړي او په دې ترڅ کې يې د شرم وړ رول لوبولی دی. د حقيقت په روښانه کېدو سره د کاناډا ډېرو شخصيتونو له خپل حکومت څخه  وغوښتل، چې امريکا ته د مېرمن منګ د سپارلو پروسه بنده کړي.

څه باندې زر ورځې تېرې  شوې، خو په  دغه موده کې د مېرمن منګ ځواک او مقاومت د پام وړ دی، چې تر شا يې د چين د حکومت نه ستومانه کېدونکي کوښښونه او د چينايانو ملاتړ دی. دا د هغې د خوشي کېدو لپاره ډېره مهمه ده.

نړيوالو دا حالت ليدلی، چې د کاناډا حکومت له خوا په غير قانوني توګه د مېرمن منګ تر توقيق کېدو وروسته د چين حکومت تل له کاناډا څخه غوښتنه کړې، چې سمدلاسه خپله تېروتنه سمه کړي او مېرمن منګ خوشې کړي تر څو هغه په خوندي ډول بېرته خپل وطن ته راستنه شي. د روان کال په جولای کې له چين څخه د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې وندي شيرمن د ليدنې په موده کې د چين لوري امريکا ته دوه داني لېستونه وړاندې کړل او پکې يې غوښتنه وکړه، چې د مېرمن منګ وان جو د سپارلو بهير بند کړي. د دې ترڅنګ  د چين استازي د م م د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې بيا له کاناډايي حکومت څخه غوښتنه  وکړه، چې مېرمن منګ وان جو خوشي کړي. سربېره پردې شاوخوا ۱۵ ميليونو چينايانو په انټرنېټ کې د خپلو نومونو په ليکلو سره پر کاناډا غږ  وکړ، چې بې له شرطه منګ وان جو خوشې کړي. د چين د کمونېست ګوند او حکومت له رښتينو عملياتو څخه ښکاريږي، چې دوی د خلکو ګټو ته لومړيتوب ور کوي.

مېرمن منګ وان جو ويلي، چې زما د باور اور د چين له سور رنګ څخه راغلی دی، چې دا هم د چينايانو ګډ غږ دی. پوښتنه دا ده، چې ولې په مسلسلو څو کلونو کې د چين حکومت د خلکو د ملاتړ انډول په هکله د نړيوالو سازمانونو په سروې ګانو کې له نورو هېوادونو نه مخکې دی؟ د مېرمن منګ وان جو خوشي کېدل دغې پوښتنې ته ښه او يو نوی ځواب دی.