په چین کې به د کارتون ۱۷م نړيوال فيسټيوال تر سره شي
cri2021-09-27 15:52:05
شريکول:

ټاکل شوې، چې د کارتون ۱۷م نړیوال فيسټيوال به د سپتمبر له ۲۹مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۴مې نېټې پورې د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جوو ښار کې تر سره شي.

دغه فيسټيوال د چين ميډيا ګروپ، د راډيوګانو او ټلويزيونونو عمومي ادارې او د جه جيانګ سيمه ييز حکومت له لخوا په ګډه ترسره کیږي، چې په ترڅ کې به یې ډول ډول نندارې، سيالۍ، غونډې او تجارتي فعاليتونه تر سره شي.
د مالوماتو له مخې، ياد فیسټيوال له ۲۰۰۵م کال راهیسې هر کال ترسره کيږي او تر دې دمه، د نړۍ د څه باندې ۸۰ هېوادونو او سيمو ۱۷ زرو شرکتونو او ارګانونو پکې ګډون کړی دی.

په دغو فسټيوالونو کې ډېر سوداګریز تړونونه لاسليک شوي، چې عمومي ارزښت يې ۱۷۰ ميليارډو يوانو ته رسیږي.
(شکريه)