زيمبابوې ته د کرونا ضد چيني واکسين څلورمه جوپه ورسېده
cri2021-09-27 11:35:01
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين له لورې له زيمبابوې سره د مرسته شوي واکسين څلورمه جوپه د سپتمبر د ۲۶ مې نېټې په ماسپښين د دې هېواد پلازمينې هاراره ته ورسېده.

د زيمبابوې مرستيال ولسمشر او د روغتيا وزير کونستنتينو چيونګه د ياد واکسين د سپارلو مراسمو کې د خپل هېواد په استازيتوب له چيني حکومت څخه مننه وکړه، چې په مداومه توګه يې له زيمبابوې سره د کرونا ضد واکسين مرسته کړې ده. هغه ويلي چې د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې چين څو څو ځلې زيمبابوې ته د کرونا ضد واکسين برابر کړې او له زيمبابورې سره يې د کرونا ضد په مبارزه کې دوامداره همکارۍ کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې همکاري ترې ښکاري.

نوموړي له خپلو هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې ډېر ژر د کرونا ضد واکسين وکړي.

(مينه)