د هانکانګ ثابت سوداګريز چاپېريال نړيوالو پانګوالو ته باور برابروي
cri2021-09-28 14:33:43
شريکول:

د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې حکومت د سپټمبر په ۲۷مه د هانکانګ د سوداګريز چاپېريال په اړه يو راپور خپور کړ او د يو لړ مشخصو شمېرو له لارې د هانکانګ اوسنۍ ثابته سوداګريزه زمینه او د پرمختګ روښانه راتلونکی پکې ښکاره شوی دی. دغه راپور د چین پر وړاندې د امریکا بې ځایه تورونه رد کړي او نړيوالو پانګوالو ته يې باور ورکړی دی.

دا په ۱۹۹۷م کال کې له خپل هېواد چين سره د هانکانګ د بيا يو ځای کېدو راهيسې د دې سيمې د سوداګريز چاپېريال په هکله لومړی راپور دی او ۷۴ پاڼې لري. دغه راپور د ځانګړو وړتياوو او ډېرو زياتو فرصتونو تر عنوان لاندې دی او ترې ښکاري، چې د هانکانګ سوداګريزه زمينه له حياتي ځواکونو څخه ډکه ده. په دغه راپور کې یو لړ شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۰ کال له جولای څخه د ۲۰۲۱ کال تر جون پورې، په هانکانګ کې د نویو اسهامو لخوا راغونډې شوې سرمايې له ۵۰۰ ميليارډو هانکانګي يوانو څخه اوښتې او په بانکونو کې عمومي زېرمې له ۱۵ زرو ميليارډو هانکانګي يوانو څخه زیاتې دي. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د هانکانګ د اقتصادي پرمختګ ګراف 7.8 سلنه وه او د وزګارو کچه له 7.2 سلنې څخه 4.7 سلنې ته راټيټه شوې ده .

یو لړ مشخصې شمېرې ښيي، چې د هانکانګ اوسنی سوداګريز چاپېريال ثابت دی او له حياتي ځواکونو څخه ډک دی، خو د ۲۰۱۹م کال له جون څخه د ۲۰۲۰م کال تر پيل پورې، د هانکانګ وضعیت ډېر ترینګلی و. هغه وخت د امريکا په شمول د ځينو لوېديځو هېوادونو د لمسونې له امله، له چین او هانکانګ سره ځينو مخالفینو د مقرراتو د اصلاح په پلمه په هانکانګ کې ډېرې شخړې جوړې کړې، چې نه یوازې د هانکانګ اقتصاد او ټولنې ته يې سخت زيانونه رسولي، بلکې د هانکانګ سوداګريز چاپېريال يې ويجاړ کړی دی. د اعتبار ارزونې په اړه دوو نړيوالو ادارو د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ او اپريل کې په جلا جلا توګه ويلي چې، هانکانګ کې د وضعیت ترينګلتيا له امله سياسي ثبات او سوداګريز چاپېريال زيانمن شوی، نو د هانکانګ د اعتبار سويه يې ټيټه کړې وه.

 په دغه راپور کې د هانکانګ همدغه ترينګلی وضعیت او چاپېريال یاد شوي او د واقعیتونو له لارې دا تائيده شوې، چې امريکایې ځواکونه د چین  ضد د هانکانګ سوداګريز چاپېريال ويجاړوونکي دي. دوی په هانکانګ کې د هېواد امنيت پر ساتونکي قانون بې ځایه تورونه لګولي، پر هانکانګ يې بې دليله بنديزونه لګولي، د هانکانګ د پرمختګ راتلونکي په اړه يې ګنګوسي جوړې کړي او حتی په هانکانګ کې یې پر نړيوالو شرکتونو ګواښونه او فشارونه اچولي دي، د هانکانګ او چين د پرمختګ د مخنيوي په اړه د دوی بد نیت ډېر څرګند دی.

خو چين هېڅکله خپل امنيت او ثبات ګواښ رسوونکيو ته اجازه نه ورکوي. د چين مرکزي حکومت په نږدې وخت کې په هانکانګ کې د هېواد امنيت ساتونکی قانون جوړ او تطبيق کړی دی، په دې سيمه کې د انتخاباتو نظام يې نور بشپړ کړی، د دغو اغېزمنو تدبيرونو له کبله د هانکانګ ټولنيز نظام بيا عادی شوی، د دې سيمې بازار او د پانګونې چاپېريال او د نړيوالو پانګوالو قانوني حقونه هم ساتل شوي دي. له یو کال راهيسې، بهرنيو تصديو په هانکانګ کې ښه پرمختګ  کړی. په تېره مۍ مياشت کې هانکانګ کې د سوداګرۍ بنسټ ايښودنې فعاليت د ۱۰۳ اقتصادونو نږدې ۴۰ زره کسان راجلب کړي. له دې څخه ښکاري چې د هانکانګ سوداګريزه زمينه ډېره ثابته او جلبوونکې ده. برسيره پر دې، د هانکانګ راتلونکی پرمختګ له ډېر ګټور فرصت سره مخ دی. د چين څوارلسم پنځه کلن پلان هانکانګ ته نوي فرصتونه برابروي، هانکانګ به د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د لويې سیمې په ابادۍ کې مهم او ځانګړی رول ولوبوي. موږ ويلی شوو چې په يو هېواد کې د دواړو نظامونو تګلارې د ادارې سيستم په نور بشپړېدو سره به د هانکانګ سوداګريز چاپېريال لا امنيتي او جلبوونکی وي، چې نړيوالو پانګوالو ته به نور زيات ګټور فرصتونه برابر کړي.