سوريه: د امريکا په شمول له لويديځو هېوادونو څخه د اقتصادي ترهګرۍ د بندولو غوښتنه کوي
cri2021-09-28 11:20:06
شريکول:

د سوريې د بهرنيو چارو وزير فسل ميکداد د سپتمبر پر۲۶مه د ۷۸مې عمومي اسامبلۍ په يوه عادي مباحثوي غونډه کې له امريکا او د دوی له ملګرو هېوادونو څخه د اقتصادي ترهګرۍ د بندولو غوښتنه وکړه. نوموړي زياته کړه چې امريکا او ملګرو هېوادونو يې د ايران، ونزويلا، بيلاروس،نیکاراګوا، ډيموکراتيکې کوريا او سوريې په مقابل کې د اقتصادي ترهګرۍ تګلاره غوره کړې ده. سوريه له امريکا او د دوی له ملګرو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې له نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکونو سره سم ياده تګلاره بنده کړي.(غاټول)