د سپتمبر پر ۲۷مه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په هراړخيزه توګه د ذروي ازموينو د منع تړون په اړه یوه عامه غونډه ترسره کړه. د چین استازي وویل چې د ياد تړون په پلي کېدو کې خپلې ونډې ته دوام ورکوي او پر اړوند هیوادونو یې غږ وکړ چې دوه ګوني معیارونه پریږدي او په وفادارۍ سره دي د ذروي وسلو د نه خپریدو په برخه کي خپل نړیوال مسؤلیتونه پوره کړي. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جيون په خپله وینا کې دې ته اشاره وکړه چې د دې تړون هدف له ذروي وسلو څخه د پاکې نړۍ رامنځته کولو پر لور د انسانانو لپاره یو مهم پړاو دی، او د ذروي وسلو د کمولو او د اټوم نه خپرېدو سیسټم کې یو مهم رکن دی. د اوسنی نړیوال ستراتیژیک امنیت او ثبات چاپیریال له بدلونونو او ننګونو څخه ډک دی، او د تړون مهم رول لاستر او اړین مسؤلیت دی.