څه باندې ۶۰ هېوادونو د بشري حقونو په بهانه، د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره مخالفت وکړ
CRI2021-09-28 14:52:41
شريکول:

څه باندې ۶۰ هېوادونو د سپتمبر په ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ګډه وينا وکړه، چې د شينجيانګ، هانکانګ او شي زانګ په مسئلو کې د چين له دريځ څخه يې ملاتړ وکړ او د بشري حقونو په بهانه د چين په کورنيو چارو کې يې له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت څرګند کړ.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د دغو هېوادونو له يادې کړنې څخه دا څرګندېږي، چې د خلکو په زړونو کې لا هم عدالت موجود دی.

نوموړې وويل، د سپتمبر په ۲۴مه نېټه پاکستان د ۶۵ هېوادونو په استازيتوب د م.م د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې ګډه وينا وکړه. په وينا کې دا زياته شوې، چې د هانکانګ، شينجيانګ او شي زانګ مسئلې د چين کورنۍ چارې دي او کوم بهرنی هېواد بايد پکې لاس ونه وهي. يادو هېوادونو د هانکانګ مسئلې په برخه کې له چين څخه کلک ملاتړ وکړ، چې په يو هېواد کې د دوو نظامونو ميکانيزم پلی کوي، او له دې سره يې مخالفت وکړ، چې ځيني هېوادونه په سياسي موخه جعلي معلومات خپروي او پر چين تورونه لګوي او د بشري جقونو په بهانه د چين په کورنيو چارو کې څرګند لاسوهنه کوي.

د دې ترڅنګ، څه باندې ۳۰ نورو هېوادونو د ويناوو يا ګډو پيغامونو له لارې د چين له دريځ څخه ملاتړ کړی دی.