چين له امريکا، کاناډا او استراليا څخه وغوښتل چې د الاصله بومي خلکو بشري حقونه وساتي
cri2021-09-28 14:08:39
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين، بلاروس، کوريا ديموکرات ولسي جمهوريت او وينزويلا دايمي غړو، د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا د ۴۸مې غونډې په ترڅ کې د الاصله بومي خلکو پر بشري حقوقو د امريکا، کاناډا او استراليا د تيري په اړه انلاين غونډه تر سره کړه. په غونډه کي د الاصله بومي خلکو پر بشري حقوقو د يادو درېيو هېوادونو تيری يې په ګوته کړ او له دغو هېوادونو څخه يې وغوښتل، چې د الاصله بومي خلکو د بشري حقوقو د ساتلو لپاره اقدامات غوره کړي.

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د چین دايمي پلاوي وزير مختار جيانګ دوان وويل، امريکا، کاناډا او استراليا په تاريخ کې پر الاصله بومي خلکو د نژادي تصفيې او کولتوري محوه کېدنې کړنلاره غوره کړې، انساني ضد جرم يې کړی، او د ژوند، اقتصاد، ټولنې، کولتور، سياست او پرمختګ په برخو کې يې د الاصله بومي خلکو حقونه سخت سبوتاژ کړي دي.

نوموړي وويل، اوس په امريکا، کاناډا او استراليا کې، د الاصله بومي خلکو پر ضد د تبعيض قوانين او پاليسي هم شتون لري، د سياست، طبي چارو، ښوونې او روزګار په ساحو کې پر الاصله بومي خلکو ناعدالتي او تبعيض نه دي بدل شوي، بلکې د کرونا وبا د خپرېدو په وړاندې لا سخت شوي.

د روسيې، ديموکراتيکې کوريا، وينزويلا او بلاروس په ګډون د څو هېوادونو استازو په اشارې ويلي، که څه هم امريکا، کاناډا او استراليا خپل ځان د بشري حقوقو د ساتنې د عسکر په توګه بولي، خو په دغو درېيو هېوادونو کې د انساني حقونو پر ضد ډېر سخت مشکلات او ستونزې شتون لري. (شکريه)