د چين د کمونېست ګوند د بري راز
CRI2021-09-30 18:49:12
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې رسمي ورځپاڼې يعنې د خلکو ورځپاڼې د سپټمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه نېټه پر خپلې سر پاڼې د ( اعلاميې ) په نوم ليکوال ۲ مقالې خپرې کړې، چې سرليکونه یې دي (( ولې موږ بريالي شوو؟ )) او ((موږ به څنګه بري ته دوام ورکړو؟ )).

په لومړۍ مقاله کې له تېرو سلو کلونو راهیسې د امپریالیستي ځواکمنو قدرتونو له تيري څخه د چیني ملت ازادېدو، خپلواکۍ او ځواکمنېدو په اړه د چين لويو بدلونونو ته بيا کتنه شوې او د تاريخ، تيوريک او عملي کار په دريو برخو کې دغې پوښتنې ته ځواب ورکړل شوی، چې ولې د چين کمونېست ګوند بريالی شو؟

په دوهمه مقاله کې د رهبرۍ د مرکز، د مفکورې لارښوونې، د تنظيم سیسټم او د مخکښانو او نمونو د اغېزو په شمول څلورو برخو کې د چين د کمونېست ګوند بريالۍ تجربې يادې شوي او د دې په اړه د کړنو پلان وړاندې شوی، چې چين به د پېچليو او بدلېدونکو نړيوالو او کورنيو حالاتو پر وړاندې د دوهمې سل کلنې موخې د پوره کولو لپاره د چينايانو لارښوونه څنګه وکړي؟

ليکوال په خپله مقاله (( ولې موږ بريالي شوو؟ )) کې د نشه يي توکي اپيوم ضد د ۱۸۴۰م کال له جګړې وروسته د چيني ملت د ځپلو ناورين او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره د بېلا بېلو ځواکونو او ډلو د کوښښونو او د مختلفو پلانونو د ازموينو جريان ته بياکتنه کړې او دې ته يې اشاره کړې، چې يوازې د چين کمونېست ګوند د ملت د ژغورلو او بيا سمسورتيا دنده پر غاړه اخيستې، پر چينايانو د بهرنيو ځواکونو د تيري تاريخ يې پای ته رسولی، په چين کې يې د مطلقې بېوزلۍ مسئله حل کړې او د دغه هېواد هراړخیز شتمنه ټولنه يې جوړه کړې. ليکوال د کرونا وبا ضد مبارزه کې د مختلفو هېوادونو د اقداماتو او موثريت د مقايسې له لارې د هېواد په حکومتولۍکې د چين د کمونېست ګوند غوره والی  خلاصه کړی دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روان کال په جولای کې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په لمانځغونډه کې وويل، چې د چين د کمونېست ګوند له لارښوونې پرته د چين ملي ولسي جمهوريت نه شي جوړېدلی او د چيني ملت بيا سمسورتيا ناشونی کار دی. د نوموړې مقالې د ليکوال په اند، د شي جين پينګ له وينا څخه د چين د کمونېست ګوند د بریا تجربه څرګنده شوې.

په مقاله (( موږ به څنګه بري ته دوام ورکړو؟ )) کې ليکل شوي، چې يووالی د بري بنسټ دی. چين له داسې چاپېريال سره مخ دی، چې متنوع ګټې شتون لري او اړتياوې او غوښتنې مخ پر زياتېدو دي. د چين کمونېست ګوند بايد خلکو ته د مرکزي مقام د ورکولو پر اصل ټينګار وکړي، د زياتره خلکو د اصلي ګټو استازيوب دې وکړي، د بېلا بېلو خواوو ګټې دې همغږي وکړي او د ټولنې فعال ځواک او د نوښت قوت دې وهڅوي.

ليکوال په نوموړې مقاله کې له تېرو سلو کلونو راهيسې د چين د کمونېست ګوند له خوا د جوړ شوي تنظیم سيستم تحليل کړی او دې ته يې اشاره کړې، چې دغه سيستم د ګوندي غړو د تنظیم او د خلکو د هڅولو په برخو کې منظم او اغېزمن دی. په دغه سيستم کې د بېلا بېلو کچو حکومتي ادارې، ارګانونه، تصدۍ او ټولنيز سازمانونه شامل دي او ټول هېوادوال د ګډ برخليک په ټولنه کې يو ځای شوي دي.

د نوموړې مقالې په پای کې ليکل شوي، چې چينايان پر دې ټینګ باور لري، چې د رئیس شي په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د لارښوونې پر وړاندې هېڅ ستونزه او ننګونه د چين د پرمختګ مخه نه شي نيولی. چين به هرومرو  د بري خواته درومي.