ايا امريکا به له لېرې واټن څخه ترهګريز ګواښونه لېرې کړي؟
cri2021-10-06 14:54:17
شريکول:

د امريکا فارين پاليسي مجلې د سپتمبر په دېرشمه نېټه پر خپلې وېبپاڼې خبر ور کړی، چې د امريکا پوځ او استخباراتي ادارې په دې وروستيو ورځو کې په وار سره د ولسمشر جوبايډن هغه ژمنې يادې کړي، چې له لېرې واټن څخه به په افغانستان کې ميشت ترهګر وځپي، خو دوی خپله پر دې باور نه لري، چې ايا له لېری واټن څخه ترهګريز ګواښونه لېرې کولی شي؟.

د کارپوهانو په اند د امريکا د مرکزي قوماندانۍ تېرې شل کلنې لاسته راوړنې په نیشت حساب دي. هغو مسلکي سازمانونو، چې د ترهګرۍ ضد  مبارزه کې يې د امريکا يادې هڅې ارزولي، ويلي چې که څه هم د امريکا مرکزي قوماندانۍ پخوا په افغانستان کې ځواکونه لرل، خو د ترهګرو او بې ګناه ملکيانو ترمنځ یې توپيرونه نه دي کړي او حتی د ملکيانو د وژنې لاملونه یې هم نه دي ارزيابي کړي.

د ترهګرۍ ضد کارپوه سيسي جونس پر دې اند دی، چې په افغانستان کې رامنځته کېدونکې ننګونې په نورو جنګي سيمو کې له موجودو ننګونو سره توپيرونه لري.  نوموړی وايي، چې دا له حقیقت څخه لرې ده، چې بايډن وايي، امريکايي پوځ له لېرې واټن څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې توان لري. هغه زياته کړې، چې په ليبيا او سوماليا کې د امريکا د پوځي عملياتو په پرتله په افغانستان کې دغه مبارزه ډېره سخته ده. هغه دې ته اشاره کړې، چې امريکا يادو هېوادونو ته په نژدې سيمو کې پوځي اډې او د دغو هېوادونو په دننه کې ځيني همکاران درلودل او مهم استخباراتي مالومات یې ورسره شريکول، خو د امريکا مرکزي قوماندانۍ  د افغانستان په دننه کې لږې استخباراتي مرستې تر لاسه کړي، نو د ترهګرو د پېژندې دنده يې، ښايي په راتلونکې کې له ډېرو ستونزو سره مخ شي او نتيجه به يې د اګست د ۲۹مې نيټې د بې پيلوټه الوتکې له پېښې سره يو شان و او بې ګناه ملکيانو ته به مرګژوبله واړوي.

د يادې پېښې په تړاو يو امريکايي چارواکي ويلي، چې امريکا په افغانستان کې استخباراتي کارکوونکي نه درلودل، چې له پېښې نه مخکې د زيانمن شويو کسانو د هويت څارنه وکړي.

په نښتو کې د ملکيانو د ساتنې په نوم د عامو وګړو د مرګژوبلې د ارزونې مرکز مشرې اني هيل وايي، چې مونږ بايد په دې پوه شو، چې ملکيانو ته د مرګژوبلې اړول د امريکا د هوايي بمباريو يوه ځانګړنه ده.

هغې زياته کړې، چې د يمن او سومليا په شمول، هغو ځايونو کې چې واشينګټن يې له پوځي اډو او استخباراتو څخه ښه استفاده کولی شي، د ملکيانو د وژنې د څارنې او منلو په برخه کې يې کړنې هم ډېرې بدې دي.

د دې ترڅنګ ترهګرو د افغانستان په غرنيو سيمو کې ځان ته پټنځي جوړ کړي دي. له دغه هيواد څخه د امريکايي ځواکونو او افغان همکارانو په وتلو سره په غرنيو سيمو کې د امريکا استخباراتي کارونه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

جونس وايي، مونږ په افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا کې پوځي اډې نه لرو. د امريکا پوځ د منځنۍ اسيا له پوځي اډو څخه د استفادې په هکله له روسيې سره بحثونه کوي، خو خبرې اترې يې لاهم په ابتدايی پړاو کې ولاړې دي.

امريکايي چارواکي له پاکستان او طالبانو سره د اړيکو د ښه والي لپاره هڅه کوي، تر څو امريکا له لېرې واټن څخه د ترهګرو د ځپلو توان ولري. خو تر اوسه جوبايډن پاکستاني چارواکو ته زنګ نه دی وهلی او په دې اړه یې ورسره خبرې نه دي کړي. د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کینز مکنزي ويلي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکې، توغندي او جنګي الوتکې که وغواړي، چې په افغانستان کې پر ترهګرو حمله وکړي، خامخا به له پاکستان څخه تېريږي. امريکايي چاواکي ويلي،  که څه هم پاکستان په خپل هېواد کې د امريکا د پوځي اډو شتون نه مني، خو امريکايي الوتکو ته يې له خپل حريم څخه د تېرېدو اجازه ور کړې ده. اوس دواړو خواوو د استخباراتي همکاريو په هکله بحثونه کوي، خو خبرې اترې يې لاهم په ابتدايی پړاو کې دي.

د بشري حقونو سازمان يوې کارکوونکې ويلي، چې طالبانو پخوانی افغان حکومت رانسکور کړ او افغانانو ته يې سوله او ثبات راوړي دي، په تېره بيا د کليوالو سيمو خلکو د امريکا تر ملاتړ لاندې پر پخواني افغان حکومت باور نه درلود.