امریکايۍ ليکواله: امريکا بايد خپلې ناکامۍ ته بیا کتنه وکړي
cri2021-10-07 13:00:01
شريکول:

پروجېکټ ساینډيکېټ (Project Syndicate) ورځپاڼې د اکتوبر په لومړۍ نېټه پر خپلې وېبپاڼې( امريکا بايد صادقانه رويه غوره کړي) مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې ليکواله د امريکا د بهرنيو چارو د تګلارو جوړولو پخوانۍ مسؤله، د نوې امريکا د لوړې کچې عمومي مديره او د پرينستون پوهنتون د سياست او نړيوالو چارو افتخاري پروفيسوره اني ماري سلوټ ده.

سپتمبر د يهودي تقويم له مخې د نوي کال د پيل او په نړۍ کې د ښوونځيو د نوي سمستر د پيل وخت دی. د دې ترڅنګ په نيويارک کې د ملګرو ملتونوعمومي اسمبلي هم په همدې مياشت کې تر سره کيږي. مونږ بايد په نوي کال کې نوی پلان  جوړ کړو او کړې ژمنې بايد پوره کړو. د امريکا ولسمشر جوبايډن د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د م.م په عمومي اسمبلۍ کې په نوي کال کې د نوي پلان په هکله وينا وکړه او پکې يې وويل، چې امريکا يوې نوې زمانې ته ننوتلې او په پر له پسې توګه به ډيپلوماتيکو چارو ته ادامه ورکړي او له خپلو مرستندويه ځواکونو څخه په استفادې به د پانګونو له نويو لارو چارو نړيوال وهڅوي.

هغه په خپله وينا کې يو لړ موخې وړاندې کړي، چې د روغتيا، اقليمي بدلون، د ذروي وسلو د نه خپراوي، د ترهګرۍ ضد مبارزې، د کشالو د مخنيوي، د پرمختيایي هېوادونو د بنسټيزو تأسيساتو، د غلو دانو د خونديتوب، مساوات او د فساد پر ضد له مبارزې سره تړاو لري. امريکا غواړي، چې د دغو موخو په تر سره کولو سره په نړيوالو چارو کې خپله رهبري اعاده کړي. هغه زياته کړې چې دغه موخې به په څو اړخيز چوکاټ کې تر سره شي.

خو د یادې مقالې ليکواله پر دې اند ده، که امريکا غواړي، چې يادې موخې پوره  کړي، بايد خپل راتلونکي ته نه، بلکې خپلو پخوانيو کړنو ته بايد په سمه توګه وګوري. هغه په خپلې وينا کې ډېرې سترې ستونزې او ننګونې يادې کړي او ټينګه اراده يې ښودلې، چې امريکا او د دوی ملګري هېوادونه به دغه ستونزې او ننګونې لېرې کړي، خو رښتيا دا دي، چې نوموړی باید له خپلې ناکامۍ څخه درس او عبرت واخلي او له پخوانيو ناسمو کړنو څخه دې لاس په سر شي.

نوموړې ليکوالې د بېلګې په ډول ليکلي، چې جو بايډن ويلي، امريکا د کرونا وبا د مخنيوي لپاره اړوندو هېوادونو او سازمانونو ته ۱۵ ميليارډه امريکايي ډالره ور کړي او د نړۍ نورو هېوادونو ته يې ۱۶۰ ميليونه دوزه د کرونا ضد واکسينونه برابر کړي دي، خو د دې ترڅنګ هغه بايد دا ومني، چې پر کرونا په ۴۷۰۰ زرو مړه شويو کسانو کې څه باندې يوه په اوومه برخه امريکايان وو. له دغې شمېرې څخه ښکاري، چې امريکا تېر کال د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره اغيزمن تدبيرونه نه وو نيولي.

د دې ترڅنګ بايډن په خپله وينا کې دا هم ويلي، چې امريکا د اقليمي بدلون په اړه صادقه او ژمنه ده، خو د دې مسئلې په هکله یې د امريکا مسؤليت نه دی ياد کړی. امريکا له څه باندې يوې پېړۍ راهيسې د شنو خونو ګازونو د ايستلو عمده سرچينه بلل کيږي او په ځينو وختونو کې يې نړيوال تړون نه دی مراعات کړی.

بايډن په خپله وينا کې دغه محتوا نه ده ياده کړې، چې د دوی له خوا د پيل شوې جګړې له کبله د وژل شويو افغان ملکيانو شمېر د مړو سرتيرو د شمېر په پرتله ډېر زيات دی. د امريکا بې پيلوټه الوتکې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو په وروستۍ موده کې اته کسان ووژل، چې اوه کسان يې کوچني ماشومان وو.

سربېره پردې بايډن زياته کړې، چې فساد دولتي امنيتي ته ګواښ دی او د نابرابرۍ  او انساني ناورينونو د شدت سبب کيږي. په عراق او افغانستان کې د امريکا له خوا لګول شوي ميليارډونه امريکايې ډالره د فساد د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلي دي.

امريکا بايد خپلو نيمګړتياوو او ناسمو کړنو ته په سمه او صادقانه سترګه وګوري او د يادو مسئلو پر پېچليتوب دې ښه پوه شي او مثبت اقدامات دې ترسره کړي.