چین په نړۍ کې د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په اړه خپله ځيرکتيا برابروي
CRI2021-10-09 15:30:23
شريکول:

 د چين حکومت د اکتوبر پر ۸مه په دغه هېواد کې د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په اړه سپين کتاب خپور کړ. دغه کتاب نړۍ ته د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په هکله د چین نظریې، تدبيرونه او تر لاسه شوي برياليتوبونه معرفي کوي، په نړيوالو همکاريو کې د چين د کوښښونو ښودنه کوي او په نړۍ کې د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په اړه د چين ځيرکتيا او لايحه وړاندې کوي.

بيولوژيکي تنوع  د انسانانو د موجودیت او پرمختګ بنسټ دی او د انسانانو له ګټو سره نږدې اړيکې لري. چين په تېرو لسو کلونو کې د بيولوژيکي چاپېريال ساتلو ته ډېره پاملرنه کړې، اړوند قوانين او د نظارت نظام يې بشپړ کړی، په دې توګه په چين کې د بيولوژيکی تنوع د ساتلو کارونه نوې مرحلې ته رسېدلي دي.

چين د بيولوژيکي تنوع د ساتلو لومړي سپين کتاب په خپرولو سره به اړوند کارونه ډېر وهڅوي. په دغه کتاب کې د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په هکله د چين حکومت یو لړ اغېزمن تدبيرونه ښودل شول، مثلاً د اقتصاد پرمختګ او د بيولوژيکي چاپېريال ساتنه په همغږۍ توګه يې ترسره کړی، د بیولوژيکي تنوع د ساتلو او ادارې په اړه یې د اوږدې مودې پلانونه ټاکلی، د نظارت نظام يې پياوړې او د بيولوژيکي چاپېريال ويجاړونکو ته يې سخته سزا ورکړی، او داسې نور.

چين د يو لړ اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره په دغه هېواد کې د بيولوژيکي چاپېريال د خرابېدو حالت نسبتاً کنټرول شوی او اوس طبيعي چاپېريال پر ښه لوري روان دی. په ياد سپين کتاب کې راغلي، چې د چين ۹۰ سلنه ځمکنی بيولوژيکي سيستم او ۷۱ سلنه مهم وحشي څاروي او نباتات ښه ساتل شوي دي. برسيره پر دې، په چين کې د ځنګلونو پراخوالی د مسلسلو ۳۰ کلونو لپاره زیات شوی، له ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې، چين په ګردې نړۍ کې د ځنګلونو په عمومي زياتوالي کې په سلو کې ۲۵ برخه نیولی جې د نورو هېوادونو په پرتله يې ډېر زيات خدمتونه ترسره کړي دي.

دغه شمېرې ښيي، چې په چين کې د بيولوژيکي تنوع ساتلو په کارونو کې یو لړ برياليتوبونه تر لاسه شوي دي او نړيوالې ټولنې ته يې الهام برابر کړی. د روسيې د طبيعي سرچينو او بيولوژيکي چاپېريال وزارت د شمالي قطب د بيولوژيکي تنوع د ساتلو او د مهاجرو مرغانو مسئلې مشاور سرویچکوفسکي په اشارې ويلي، چې چين په کور دننه کې د بيولوژيکي چاپېريال د ساتلو په عين وخت کې د ګردې نړۍ د بيولوژيکي تنوع د ساتلو لپاره مهم خدمتونه ترسره کړي دي، د چين ګټورې تجربې د زده کړې وړ دي.

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تېر کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع په ويډيويي سرمشریزه غونډه کې ويلي، چې باید په مسئولانه رویه سره د انسان او طبیعت ترمنځ د همغږۍ ګډ ژوند لاره ولټوله شي، نړيواله ټولنه بايد د چاپېريال د ادارې سويې د لوړولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. نوموړي په دې اړه څلور وړانديزونه وکړل، چې بايد پر څواړخيز نظام ټينګار وشي، بايد د ملګرو ملتونو په مرکزیت نړيوال سيستم کلک ساتل شي، د نړيوالو مقرراتو درناوي او صلاحیت بايد جدي ساتنه وشي او په ګردې نړۍ کې د چاپېريال د ادارې سويه دې لوړه شي. د شي جين پينګ وړانديزونه د نړيوالې ټولنې لخوا په پراخه توګه منل او وستایل شول.

اوس په ګردې نړۍ کې د ژوندیو موجوداتو د ورکېدو سرعت ډېر چټک دی، د بيولوژيکي تنوع له منځه وړل او د بيولوژيکي چاپېريال خرابېدل د انسانانو ژوند او پرمختګ ته ګواښونه رسوي، ترې ښکاري چې ټول انسانان د ګډ برخليک ګډه ټولنه ده. چین به د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د بنسټ ايښودنکو د ۱۵مې غونډې د کوربه هېواد په توګه اړوندې خواوې وهڅوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې د بيولوژيکي تنوع د ساتلو موخه، هدف او اغېزمن تدبيرونه وټاکي چې په ګردې نړۍ کې د بيولوژيکي تنوع ادارې ته نوی حیاتي ځواک برابر کړي.