د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ خبر ورکړ چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د اکتوبر په ۱۴مه نېته په انلاين ډول د ملګرو ملتونو د دوام لرونکو ترانسپورتي چارو د ۲مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.
د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د دوام لرونکو ترانسپورتي چارو دوهمه غونډه به د اکتوبر له ۱۴مې نه تر ۱۶مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي.
( سپوږمۍ)