په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۳۷۶۵۵۳۰۲ ته رسېدلی
CRI2021-10-13 10:29:26
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۲مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۳۷۶۵۵۳۰۲ ته رسېدلی چې تر تېرې ورځې ۲۵۷۱۵۴ زيات شوی او په همدې مودې کې د مړه شويو کسانو شمېر ۴۸۴۶۹۸۱ ته رسېدلی چې تر تېرې ورځې ۴۱۴۸ زيات شوی دی. 

( سپوږمۍ)