د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۲ مه نېټه د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليک کوونکو د ۱۵ مې سترې غونډې په سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د چين حکومت د دغه هېواد په لسو ولايتونو کې د وحشي حيواناتو او نباتاتو د ساتلو په موخه یو شمېر ملي پارکونه جوړ کړي، چې عمومي مساحت يې ۲۳۰۰۰۰ کيلومتره مربع ته رسيږي او د دغه هېواد په قلمرو کې د نړۍ نږدې ٪۳۰ نايابه حيوانات او نباتات شته او ځانګړي پاملرونه ورته کيږي.