چين : په لوېديځ کې د اويغور تش په نوم ځانګړې محکمه دروغ او پروپاګنډ خپروي
cri2021-10-13 11:28:06
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې په لوېديځ کې د اويغور تش په نوم ځانګړې محکمه په حقيقت کې دروغ او پروپاګنډ خپرونکې ده.

د مالوماتو له مخې، څو بهرنيو ټولنيزو رسنيو په دې وروستيو کې په ډاګه کړې، چې دغې محکمې "شاهدانو" ته پيسې ورکړې دي. جاو لي جيانګ په دې اړه وويل، د اړوندو خبرونو له مخې، د اويغور تش په نوم ځانګړې محکمې له خپل عمومي لګښت (يو لک او ۷ سوه پونډو) څخه د "وانګ" په نوم هغه "شاهد" ته ۴۳ زره پونډه ورکړي، چې ځان يې د بېلتون غوښتونکو غورځنګ د څارنې لپاره د شيمجيانګ پخوانی پوليس معرفي کړی و. خو دغه "شاهد" د CNN په راپور کې خپل کورنۍ نوم "جيانګ" ښودلی او د شينجيانګ په اړه يې ګڼ شمېر دروغ خپاره کړي دي. CNN هم منلې، چې دوی د "جيانګ" خبرې نه شي ثابتولای. د چين د اويغور کورواکې سيمې د حکومت وياند د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دغه کس خبرې بيخي له حقيقته لرې او بې اساسه دي.

جاو لي جيان وويل، چين څو ځله پر دې ټينګار کړی، چې د اويغور تش په نوم ځانګړې محکمه چې د اويغور ځوانانو د نړيوال کانګرس نومي سازمان (THE WORLD UYGUR YOUTH CONGRESS) په مالي مرستې جوړه شوې ده، د چين ضد ډلو وسيله او غير قانوني ده او هيڅ قانوني اعتماد نه لري. (شکريه)