وانګ يي د افغانستان مسئلې په اړه د جي شل هېوادونو په ځانګړې سرمشريزه کې ګډون وکړ
CRI2021-10-13 10:28:54
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي، د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اکتوبر د ۱۲مې نېټې په شپه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د افغانستان مسئلې په اړه د جي شل هېوادونو په ځانګړې سرمشريزه کې ګډون وکړ. 

وانګ يي دغې سرمشريزې ته په وينا کې وويل، په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو له تجربو څخه يو ځل بيا ښکاري چې د يو بل ځانګړې پرمختيايي لارې ته درناوی او د مختلفو کلتورونو او تمدنونو ترمنځ متقابلې زده کړې د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ سم چلند دی. پر نورو د خپلې اډيالوژۍ تپل، د نورو په کورنيو چارو کې مداخله کول، حتی پوځي عمليات يا تېری ور باندې کول يوازې د اوږدې مودې بې ثباتۍ، بېوزلۍ او سختو بشري ناورينونو سبب ګرځېدلی شي. جي شل هېوادونه بايد د خپلو ځانګړتياوو او تفاقونو څخه په ګټې اخيستنې د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا ته په درناوي د دغه هېواد او سيمې د سولې، ثبات، سمسورتيا او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي. 

وانګي يي ۴ فقره ييز وړانديزونه وکړل: لومړی، جي شل هېوادونه دې د خلکو ژوند ته د لومړيتوب په ورکولو له بشري بحران سره د مقابلې په پار له افغانستان سره مرسته وکړي. دوهم، جي شل هېوادونه دې راتلونکې ته په کتو پر ورخلاصې او ټولشمولې پرمختيايي لارې د افغانستان په تړاو ګامونه پورته کړي. درېيم، له افغانستان څخه دې ترهګري پاکه شي. څلورم، جي شل هېوادونه دې د افغانستان په اړه لا زيات همکاريز ميکانيزمونه جوړ کړي. 

( سپوږمۍ)