د بيولوژيکي تنوع د تړون د لاسليکوونکو د ۱۵مې سترې غونډې سرمشريزه د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د چين د يون نان ولايت په کونګ مينګ ښار کې تر سره شوه. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس او د يو شمېر هېوادونو مشرانو په ويډيويي ويناوو کې له چين څخه مننه کړې، چې د یادې غونډې د تر سره کولو او د اړوندو موضوعاتو د پرمختګ لپاره يې هڅې کړي او غوښتي، چې په يووالي سره د بيولوژيکي تنوع ساتنې ته وده ورکړي.
ګوټريس يو ځل بيا له چين څخه مننه وکړه، چې له ۲۰۲۰م کال وروسته د نړۍ د بيولوژيکي تنوع د چوکاټ د جوړولو لپاره يې زياتې هڅې کړې دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په ويډيويي وينا کې وويل، چې د بیولوژيکي چاپيريال ساتنه د ټولو هېوادونو او انسانانو ګډه موخه ده او د يو هېواد لپاره دا اسانه چاره نه ده، چې په يوازې ځان دغه موخه پوره کړي.