د استراليا د اولمپيک کميټې رئيس: د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ته به ۴۱ لوبغاړي ولېږي
cri2021-10-14 14:29:39
شريکول:

د اولمپيک د نړيوالې کميټې مرستيال رئيس او د استراليا د اولمپيک کميټې رئيس جون کواتس د اکتوبر په ۱۳مه نېټه وويل، چې استراليا به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ته ۴۱ لوبغاړي او د بېجينګ د پرالمپيک ژمنيو لوبو ته به ۹ لوبغاړي ولېږي.

نوموړي وويل، چې د ۲۰۶ هېوادونو او سيمو پلاوي او د کډوالو پلاوي به په دغو لوبو کې ګډون وکړي، دوی به د دغو لوبو پر مهال د لوبغاړو په يوې سيمې کې واوسيږي، ګډ ژوند ولري، يو له بل سره به نظريې تبادله وکړي، خپلې کيسې او امېدونه به شريک کړي، دا ډېر مهم کار دی، ټوله نړۍ به د دوی دوستۍ، تفاهم، درناوي او يووالي ته پاملرنه وکړي. (شکريه)