شي جين پينګ: چين پر خپلې سياسي لارې ټينګار کوي
CRI2021-10-14 17:24:25
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د دغه هېواد د ملي ولسي کانګرېس کاري غونډې ته په وينا کې وويل، چې ډيموکراسي د ټولو انسانانو ګډ ارزښت دی او د چين کمونېست ګوند او خلک د ډيموکراسۍ په ساتلو او برمخبيولو ټينګار کوي.

نوموړي وويل، چې په ګردې نړۍ کې د ډيموکراسۍ د پلې کولو مشخصه لار نشته، بلکې بېلا بېلې لارې لري او هر هيواد خپلو چارو ته په کتو ولسواکي پرمخ وړي. هغه پر دې ټينګار وکړ، چې په چين کې د ملي ولسي کانګرېس نظام د ډيموکراسۍ د پلې کولو ښه نمونه ده او چين خپله سياسي لار مخ ته وړي او د خپل نظام پر عملي  او اصلاح کولو ټينګار کوي.

د چين د ملي ولسي کانګرېس کاري غونډه د اکتوبر په ۱۳ مه نېټه پيل او په ۱۴مې نېټې پای ته ورسيده.