د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکو د ۱۵مې غونډې لاسته راوړنې
cri2021-10-14 11:57:26
شريکول:

د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکو د ۱۵مې عالي رتبه غونډې لومړنۍ خبري ناسته د اکتوبر د ۱۳مې نېټې په شپه تر سره شوه او پکې د چين د چاپيريال ساتنې مرستيال وزير جاو ينګ مين د دې سترې غونډې لاسته راوړنې بيان کړې.

نوموړي وويل، چې په دغه عالي رتبه غونډه کې د بيولوژيکې تنوع د نړيوالې ادارې لپاره عالي او ځواکمن سياسي قوت برابر شوی، د کون مينګ اعلاميه خپره شوې او د بيولوژيکي تنوع د ساتنې په اړه د چين نوي اقدامات په ډاګه شوي دي. برسيره پر دې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې غونډې په سرمشريزه کې اعلان وکړ، چې چين به د کون مينګ د بيولوژيکي تنوع صندوق ته يو ميليارډ او ۵۰۰ ميليونه يوانه بسپنه ورکړي، ملي پارکونه، د ملي پارکونو پر بنسټ د طبيعت ساتنې سيمو سيستم او د نباتاتو د ملي پارکونو سيستم به جوړ کړي، او دغه راز اوج ته د کاربن ډای اکسايد ايستلو اندازې د رسېدو او د کاربن نيوتروليټي موخو د پوره کولو لپاره به يو لړ اغېزمن اقدامات تر سره کړي. (شکريه)