د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ تمايل نه دی بدل شوی
CRI2021-10-14 13:04:50
شريکول:

د چين د ګمرکاتو ادارې د اکتوبر په ۱۳مه نېټه، د روان کال په لومړيو دريو میاشتو کې د دغه هېواد د وارداتي او صادراتي توکو عمومي ارزښت ۲۸۰۰ ميليارډه او ۳۳ ميلونه يوانه وښود، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۲۲.۷ زياتوالی ښيي. په تېرو څو ربعو کې د چين وارداتي او صادراتي اندازو زياتوالی موندلی او د پرمختګ تمايل يې نه دی بدل شوی دی.

بر سير پر دې، په دې وروستيو کې نړيوال اقتصاد او سوداګريزې چارې د ښه والي په حال کې دی او نړيوالې اړتياوې هم مخ پر زياتېدو دي. د پيسو نړيوال صندوق د اټکل له مخې، د ۲۰۲۱م کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انډول به ٪۵.۹ وي. د سوداګرۍ نړيوال سازمان اټکل کړی، چې د روان کال د مالونو د سوداګرۍ اندازه به ٪۱۰.۸ رياته شي. که ياد اټکلونه سم وخيژي، نو د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې به امريکا، اروپا او افريقا ته د چين د صادراتو د زياتوالي انډول تر ٪۲۰ زيات او لاتيني امريکا ته د چين د صادراتو د زياتوالي انډول تر ٪۴۰ زيات وی.

يادو معلوماتو ته په کتو، په راتلونکې اوږده موده کې به د چين اقتصاد د پرمختګ اصلي وضعيت بدل شي، دغه هېواد به د بهرنۍ سوداګرۍ باکيفيته پرمختګ رامنځته او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره به مداومه خدمتونه وکړي.