د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۰م نندارتون به په انلاین او افلاين ډول ترسره شي
cri2021-10-14 12:38:49
شريکول:

د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۰م نندارتون به د اکتوبر له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې په انلاين او افلاين ډول ترسره شي. د دې نندارتون مطبوعاتي مرکز د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د ګوانګ دونګ ولایت په مرکز ګوانګ جو ښار کې د یوې ناستې په جوړولو سره د دغه نندارتون تشکيلاتي کارونه معرفي کړل. 

د مالوماتو له مخې، د دغه نندارتون د تیاري چارې بشپړې شوي او پرانيستونکي مراسم به يې د روانې میاشتې په ۱۴مه ترسره شي. د دغه نندارتون پراخوالی کابو ۴۰۰ زره متره مربع ښودل شوی او د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې په ګرده نړۍ کې تر ټولو لوی افلاین نندارتون بلل کېږي، ۷۷۹۵ تصدۍ به په افلاین ډول په دغه نندارتون کې برخه ولري، د ۲ ميليونه او د ۷۸۰ زرو توليداتو د پېژندنې مالومات د دغه نندارتون پاڼې ته ليږلي دي، او دغه شمېر بې ساری دی. (هيله)