د بند امیر ملي پارک د هندوکش د غرونو په منځ کې دی، چې په ورتلو یې انسان د یوه متمدن تاریخي بستر انځور ویني.
ډېر سيلانيان اوس د بند امیر ملي پارک ته ورځي او له منظرو يې خوند اخلي. زمونږ خبريال اېمل همدرد هم هلته ورغلی او له سيلانيانو سره يې خبرې کړې دي.