ولې لس زره کېلې د والسټريټ د غوايه مجسمې تر څنګ پرتې وې؟
CRI2021-10-21 14:40:53
شريکول:

ځينو احتجاج کوونکو په دې وروستيو ورځو کې د امريکا په نيويارک کې د والسټريټ د غوايه ميسي مجسمې تر څنګ لس زره کېلې غورځولې وې او مخامخ يې د شيمپانزې يوه نوې مجسمه جوړه کړې وه. د دغه فعاليت تر سره کوونکي وايي، چې د دغه کار هدف يې په امريکا کې د شتمنۍ او بېوزلۍ تر منځ د پر له پسې لويې فاصلې او بې عاطفي کپېټاليزم پر وړاندې احتجاج کول دي. د شيمپانزې مجسمه په امريکا کې د ټيټې کچې د زحمت کوونکو ملکي وګړو د استازيتوب او لس زره کېلې د والسټريټ د ليونتوب مانا لري.(په انګريزي ژبه کې کېله د ليونتوب مانا لري)

په امريکا کې د شتمنۍ او بېوزلۍ تر منځ څومره واټن موجود دی؟

د امريکا د فيدرالي زېرمو ادارې دوه شميرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغه هېواد کې لس سلنه شتمنو شخصيتونو  ۸۹سلنه اسهام ساتلي او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. په دغه هېواد کې له يو سلنې ډېرو شتمنو کسانو د ثروت اندازه د منځنۍ کچې کسانو د شتمنۍ له ټولې اندازې څخه زياته ده.

بلومبرګ نيوز یوه تبصره خپره کړې، چې له مخې يې په امريکا کې لږ کسان ډېره زياته شتمني لري، چې د شتمنۍ او بېوزلۍ تر منځ د لا ډېرې فاصلې نښه ترې ښکاري. هارورډ پوهنتون او ځينو نورو ادرو په وروستيو کې د عامه باور سروې ګانې خپرې کړې، چې له مخې يې د امريکا څلويښت سلنه کورنۍ له اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي او شاو خوا يو پر پنځمه کورنيو خپلې ټولې زيرمې کارولې دي.

کرونا وبا په دغه هېواد کې د شتمنۍ او بېوزلۍ تر منځ فاصله ډېره کړې، شتمن کسان  بډایه شوي، خو بېوزله کسان نور هم بېوزله شوي دي.دغه حالت د امريکا د نرمې پولي تګلارې د غوره کېدو او د شتمنو کسانو د اسهامو په شمول د پانګو د ډېر زياتوالي له امله رامنځته شوی، خو په حقيقت کې د شتمنۍ او بېوزلۍ تر منځ سترې فاصلې د دغه هېواد يوه هميشنۍ او تلپاتې مسئله ده. د امريکا د اقتصاد د نوبل جايزې ګټونکي جوسيف يوګيني سټيګليز د نابيلانس د بيې په نوم کتاب کې په اشارې ويلي، چې د امريکا يو سلنه کسان ښه شتمني لري، خو ۹۹ سلنه کسان يې بيا يوازې انديښنې لري.

امريکا د سوپر، ځواکمن او پرمختللي هېواد په حېث، ولې د ټيټې کچې د اوسيدونکو اواز نه اوري او د شتمنۍ او بېوزلۍ تر منځ لوی واټن بابيزه بولي؟ځواب يې د کپټاليزم اصلي تضاد بللی شو. فرانسوي کارپوه توماس پيکيټي وايي، که د پانګو د ګټو اندازه د توليدي توان له سرعته لوړه وي، نو د پانګو د دوو قطبونو تر منځ فاصله به خامخا سختيږي. خو نور لاملونه هم شته دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا راپور وايي، چې د امريکا د شتمنې ټولنې او د اوږدمهالې بې وزلۍ موجودیت د واکمنو سياستوالو د ټاکلو پايله ده. که د دغه هېواد حکومت سياسي اراده ولري، نو ډېر ژر بېوزليتوب له منځه وړلی شي، خو امريکا دغه ټينګه اراده نه لري، ځکه د دغه هېواد د سياست اصلي ټکی دا دی، چې کم شمېر کسان چې اقتصادي او سياسي واکونه لري، د پانګو خاوندان دي او دغه کسان د شتمنۍ او بېوزلۍ مسئلې پر وړاندې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

فورچن مجلې په اشارې ويلي، چې په ميليونو امريکايان د کرونا وبا په موده کې کافي عايدات نه لري، خو د دغه هېواد د لويو شرکتونو د مشرانو ګټې د پخوا په پرتله نورې هم ډېرې شوې دي. د شميرنې له مخې، د لويو شرکتونو د لوړو اجراييه رئيسانو عايدات د ۲۰۲۰ م کال په پرتله ۱۶سلنه زيات شوي، خو د عادي کارګرو عايدات يوازې ۱اعشاريه ۸ سلنه زيات شوي دي. دغه شمېر په امريکا کې د تش په نوم عدالت او مساواتو بڼه او ډيموکراسي انعکاسوي.