د امريکا تش په نوم دبشري حقوقو ساتلو رياکاره ډرامه بايد ختمه شي
CRI2021-10-23 15:18:49
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چين د هانکانګ چارو په اړه تهمت  لګولی دی. په اعلامیه کې د هانکانګ بشري حقوق او ازادۍ تر  پوښتنې لاندې  راغلي، د هانکانګ د ملي امنيت پر قانون يې تور  پورې کړی او له چين څخه يې بې بنسټه غوښتنه کړې چې د چين ضد د هانکانګ د ګډوډتيا جوړوونکي خوشي کړي. د امريکا دغه درواغجانې او رياکارې خبرې نور دوکه کوي، هېڅ رول نه لري او يوازې د امريکا د دوه ګونو معيارونو د کړنو او د هانکانګ د خرابولو د نيت څرګندوی دی.

 ټوله نړۍ ویني، چې امريکا تش په نوم د بشري حقوقو ساتلو ډرامه جوړوي. د امريکا ځينې شخصيتونه بيخي په هانکانګ کې دايمي سولې او ثبات ته پاملرنه نه کوي، خو د چين ضد د هانکانګ د ګډوډتيا جوړولو لپاره د ډېر کم شمېر کسانو هڅونه کوي، چې توپيرونه پراخ ، هانکانګ خراب کړي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي.