د ۱۹۷۱ کال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو ۲۶مې اسمبلې په ۷۶ موافقو، ۳۵ مخالفو او ۱۷ ممتنعو رايو ۲۷۵۸ شمېره پرېکړه تصويب کړه، چې په ملګرو ملتونو کې د چين د ولسي جمهوريت قانوني څوکۍ اعاده کړي. دغه نېټه د چين او ملګرو ملتونو لپاره ځانګړی اهميت لري.
له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې چين ډېر لوی پرمختګونه موندلي، په نړيوالو چارو کې يې رول مخ پر وړاندې دی او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه ترسره کړي دي.
نن به تاسو له موږ سره د ۵۰ کلونو مخکې هغه اهميت لرونکې پېښې بیا وګورئ.