د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ژېړ سيند په اوږدو کې د ايکولوژيکي ساتنې او د باکيفيته پرمختګ د پياوړتيا غونډې مشري وکړه
CRI2021-10-23 15:31:04
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د دې هېواد د شان دونګ ولايت په جي نان ښار کې د ژېړ سيند په اوږدو کې د ايکولوژيکي ساتنې او د باکيفيته پرمختګ د پياوړتيا غونډې مشري وکړه. هغه وويل، چې بايد په ساينسي توګه د ژېړ سيند په اوږدو کې د ايکولوژيکي ساتنې او باکيفيته پرمختګ اوسنی حالت تحليل او پياوړی کړي، څو د ۱۴م پنځه کلن پلان په ترڅ کې د دې سيند د ايکولوژيکي ساتنې او باکيفيته پرمختګ په برخو کې د ليدو وړ نتيجې تر لاسه کړي.