په سوریه کې د امریکا په برید کې د القاعدی سازمان جګ پوړی مشر ووژل شو
CRI2021-10-23 15:18:19
شريکول:

د امريکا د پوځ مرکزي قومندانۍ وياند د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د دغه هېواد پوځ پر سوريې د هوايي بريد په وخت کې د القاعدې سازمان جګ پوړی مشر عبدالله حميد ال مطار ووژل شو.

په اعلاميه کې ليکل شوي، چې د دغه کس وژل کېدل به په ټوله نړۍ کې د امريکايي اتباعو، د امريکا ملګرو او بې ګناه کسانو په وړاندې د ترهګريزو ډلو د بريدونو توان کمزوری کړي. 

له دغه بريد دوې ورځې  مخکې د سوريې په جنوب کې د امريکايي پوځ پر  یوه کمپ بريد شوی دی. تر اوسه معلومه نه ده، چې د امريکايي پوځ ياد هوايي بريد د غچ اخيستلو کړنه ده او که نه.