د امریکا د اشوشيېتيد پرس (AP) اژانس خبر ورکړ، چې د سپټمبر تر ۲۲مې نېټې پورې، د امريکا د ۲۰۲۱م کال د بودیجې کسر ۲۷۷۷ ميليونو ډالرو ته رسېدلی دی، چې دغه شمېر د دې هېواد دوهم لوړ ريکارډ دی. د کارپوهانو د تحليل له مخې، د يادې بودیجې له کسر او د ۲۰۲۰م کال د ۳۱۳۰ میلیون ډالره بودیجې له کسر څخه دا په ډاګه شوې، چې کرونا وبا پر امريکا ډېره سخته اغېزه کړې ده.