د يوګانډا په پلازمينې کامپالا کې د چاودنې له امله يو کس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي
cri2021-10-25 10:44:11
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يوګانډا پوليسو د اکتوبر په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د ۲۳مې نېټې په شپه د دغه هېواد د پلازمينې کامپالا په څنډې کې چاودنه وشوه چې له امله يې يو کس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د يوګانډا پوليسو دغه چاودنه ترهګريزه پېښه بللې ده. (شکريه)