لي که چيانګ به د ختيځې اسيا د مشرانو په غونډو کې ګډون وکړي
CRI2021-10-25 18:15:36
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وين بين د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي  غونډه کې اعلان وکړ، چې د اسيان د نوبتي رئيس هېواد بروني د مشر حسين بولکيح په بلنه به د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکټوبر له ۲۶مې نيټې څخه تر ۲۷مې نيټې پورې د چين او اسيان د مشرانو په ۲۴مه غونډه ، د اسيان ، چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په غونډه او د ختيځې اسيا په شپاړسمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. دغه غونډې به په انلاين ډول تر سره شي.

وانګ وين بين د اړوندو معلوماتو په هکله ويلي، چې چين له ګاونډیو هېوادونو سره د ډيپلوماتيکو اړيکو په رڼا کي اسيان ته لومړيتوب ورکوي، تل د ختيځې اسيا همکاريو ته پاملرنه کوي. اوسمهال د کرونا وبا لا د خپریدو په حال کي ده، اقتصادي پرمختګ نا برابر دی، ځيني هېوادونه په خپله کوچنې ډلي جوړوي، ختيځه اسيا له ډېرو پيچيلو مسئلو سره مخ ده. چين هيله لري چې په دغو يو لړ غونډو کې ګډې نظريې راغونډې شي، همکارۍ پياوړې شي او په ګډه د ختيځې اسيا همکارۍ سمې لورې او سيمه ايزې سمسورتيا ته را وګرځي.