د چين استازي په دوحه کې د افغان طالبانو له پلاوي سره ګوري
CRI2021-10-25 18:04:56
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر پر ۲۵ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې خبر ورکړ، چې د قطر د لومړي وزير مرستيال او بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په بلنه د چین د دولتي شورا غړی او بهرنيو چارو وزير وانګ يي نن او سبا ( د اکتوبر پر ۲۵ مه او ۲۶ مه نېټه) قطر ته رسمي سفر کوي او په دوحه کې به د افغان طالبانو د لنډمهاله حکومت له پلاوي سره وګوري.

وانګ ون بين وويل، چې دا د طالبانو لخوا د  افغانستان د لنډ مهاله حکومت له جوړېدو وروسته د دواړو خواوو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ لومړی ملاقات دی. هغه وويل، د روان کال په اګست کې د افغانستان ټول وضعيت په مکمل ډول بدل شوی او افغانانو هغه فرصت ترلاسه کړی چې په خپله خوښه د خپل هېواد سرنوشت وټاکي. د دې ترڅنګ افغانان له ډېرو ستونزو او ننګونو سره هم مخامخ دي او بهرني ملاتړ ته ډېره اړيتا لري. چين د افغانستان د لرغوني او دوست ګاونډي او همکار په توګه تل پدې نظر دی، چې نړيواله ټولنه دې د خبرو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي، څو د دغه هېواد وضعيت ښه لوري ته وګرځي او له افغانانو سره دې د ستونزو د هوارې مرسته وکړي. نو ځکه د چين چارواکو د افغان طالبانو له مشرتابه سره مشورې کړې او پرېکړه يې کړې چې په دوحه کې سره وګوري او د افغانستان د وروستي وضعيت او د دواړو خواوو له لوري پر مهمو موضوعاتو بحث او د نظريو تبادله وکړي.