د روغتیایی چارو ۱۳مه نړیواله سرمشریزه غونډه د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د جرمني په برلین ښار کې پرانيستل شوه. دغه غونډه د کرونا وبا د عبرت درس تر عنوان لاندې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریس د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د کرونا ضد واکسين د عالادنه ويش غوښتنه وکړه.
ګوټريس په خپله وينا کې د یاد واکسين د نشنلیزم او د واکسین د زېرمې د کړنو غندنه وکړه او د دغه واکسین د عادلانه او مناسب ویشل يې غوښتنه وکړه. نوموړي خبرداری وکړ، چې د دغه واکسین د ناعادلانه ویشل به د نور زياتې مړینې، د روغتیايي سیسټم د سخت خرابېدو او لا نور اقتصادي ستونزو د رامنځته کېدو سبب وګرځي. (هيله)