شي جين پينګ: په ملګرو ملتونو کې د چين د ولسي جمهوريت د قانوني حقوقو اعاده کېدل د ټولو چينايانو او حتی د مختلفو هېوادونو د خلکو برياليتوب دی
CRI2021-10-25 11:08:55
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه له بېجينګ څخه په ملګرو ملتونو کې د چين د ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د اعاده کېدو د ۵۰مې کليزې په انلاين يادغونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.

شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د ۱۹۷۱ کال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو ۲۶مې عمومي اسامبلې ۲۷۵۸م پرېکړه ليک تصويب کړ چې له مخې يې په دغه نړيوال سازمان کې د چين د ولسي جمهوريت ټول قانوني حقونه اعاده شول او د چين د ولسي جمهوريت حکومت استازی په ملګرو ملتونو کې د چين يوازيني قانوني استازي وپېژندل شو. نوموړي وويل چې دا د چينايانو او حتی د مختلفو هېوادونو د خلکو برياليتوب دی. 

( سپوږمۍ)