شي جين پینګ له انټونيو ګوټرس سره خبرې وکړې
CRI2021-10-25 15:15:49
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۵ مې نېټې په سهار د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټرېس سره ويډيويي خبرې وکړې.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د سيمې هره ستونزه بايد د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو له مخې او همدارنګه د ستونزې لرونکي هېواد د خلکو ارادې ته د درناوي پربنسټ بايد په سياسي لارو چارو حل شي. لوي هېوادونه بايد يو د بل درناوی او په سوله کې ګډ ژوند وکړي او ګډې ګټې بايد وساتي، ځکه دا د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې له ملګرو ملتونو سره ګډې همکارۍ کوي او له دغو همکاريو څخه يې دا تجربه ترلاسه کړې، چې بېلابېل هېوادونه بايد د ملګرو ملتونو پر موخو او د څو اړخيزم پر لارې ټينګار وکړي او د نړیوالې سولې او پرمختګ لپاره بايد صميمي خدمتونه وکړي.

هغه وويل، چې چين به له بېلابېلو هېوادونو سره په ګډه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې خپلمنځي يووالی وساتي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به هڅې وکړي.
انټونيو ګوټرس په خپلو خبرو کې وويل، چې ۵۰ کاله وړاندې د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه د چين ولسي جمهوريت په ملګرو ملتونو کې خپله قانوني څوکۍ بېرته ترلاسه کړه او دا يوه عادلانه ورځ وه. نوموړي د همدې ورځې په پار رئیس شي جين پينګ او چيني ملت ته مبارکي وویله. هغه زياته کړه، چې د چين پرمختګ نړۍ ته ډېر فرصتونه رسولي دي او ملګري ملتونه پر څواړخيزم د ټينګار، له خپلو کارونو د ملاتړ، همدارنګه د نړیوالې سولې او پرمختګ لپاره د لويو خدمتونو په پار له چين څخه مننه کوي. هغه وويل چې نړيواله ټولنه يووالي او همکاريو ته اړتيا لري او بايد د نړيوال اداري سيستم د اصلاح او د نړیوال عدالت د ساتلو لپاره زياتې هڅې وکړي.