د چین او پاکستان د اقتصادي دهليز د اوبو برېښنا لومړۍ پروژه به ډېر ژر پرانيستل شي
cri2021-11-22 15:03:05
شريکول:

ټاکل شوې، د پاکستان د کروټ د اوبو برېښنا پروژه به ډېر ژر په کار ولويږي او برېښنا به توليد کړي.

د مالوماتو له مخې د دغې پروژې د اوبو د زېرمې کولو چارې د نومبر په ۲۰مه نېټه پيل شوې دي. مسؤلين يې وايي، چې د کروټ د اوبو بند کاسه به په ۲۸ ورځو کې ډکه شي او د اوبو لوړوالی به یې ۴۵۱ مترو ته ورسيږي او په دې سره به توربينونه فعال او برېښنا به توليد کړي.

د دې پروژې عمومي لارښوونکي وانګ يي وويل، د اوبو زېرمه د دغې پروژې د فعالېدو لپاره یو مهم ګام دی او په راتلونکي کال کې د برېښنا د توليد چارو د شروع کېدو لپاره يې ښه بنسټ ايښی دی.

دغه پروژه د چین د سان شیا شرکت په مرسته بشپړه شوې، د برېښنا توليد لپاره يې د ۷۲۰ زرو کيلو واټو په اندازه توربينونه نصب کړي او عمومي لګښت يې کابو ۱ ميليارډ او ۷۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسيږي. دغه پروژه د چین او پاکستان د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د انرژۍ او د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د اوبو برېښنا لومړۍ پروژه ده.   کروټ پروژه په ۲۰۱۵م کال کې پيل شوې او په ۶ کلني بهير کې يې د جوړونې ټول کارونه له جدي معیارونو سره سم بشپړ شوي دي.

 مسؤلين وايي، چې د دغې پروژې د جوړولو په بهير کې يې چاپېريال ساتنې ته هم ډېره پاملرنه کړې ده. د چین د سان شیا شرکت د منځنۍ کچې فني کارکوونکي يانګ فان د دغې پروژې برېښنا بند ته د اوبو د بهيدو لپاره د لارې جوړولو دنده پر غاړه درلوده، هغه وايي، چې د اوبو کاسې تر څنګ يې د اوبو یوه بله لویه زېرمه هم جوړه کړې او د سيند اوبه ورته راځي. د دغې زېرمې له جوړولو څخه يې موخه دا ده، چې د بند کاسه د اوبو زېرمې له پيلېدو په څه باندې ۳۰ ساعتو کې ډکيږي او بیا اوبه د سيند لاندې برخې ته توييږي، چې په دې سره به د خلکو د اوبو اړتياوې هم پوره شي.

د مالوماتو له مخې، د کروټ د اوبو برېښنا پروژه به هر کال په منځنۍ توګه د ۳ ميليارډو او ۲۰۰ ميليونو کیلوواټو په اندازه برېښنا توليد او د پاکې انرژۍ په برابرولو سره به د ۵ میلیونو اوسېدونکو د ژوند اړتیاوې پوره کړي او په عین وخت کې پاکستان کې د برېښنا د کمښت ستونزې به هم تر ډېرې اندازې پورې کمې کړي.

د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت د برېښنايي او بنسټيزو تاسیساتو د کمېټې پخواني عمومي مينيجر اېن اې زبیري وويل، چې د کروټ د اوبو برېښنا دغه پروژه د چین او پاکستان د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې یوه مهمه پروژه ده او ځايي وګړي به ترې ډېرې ګټې پورته کړي. د دغې پروژې د جوړونې په بهير کې کابو ۵ زره کسان په کار بوخت وو او د دوی روزګار پکې جوړ و. د چین شرکت پر دغې پروژې پانګونه کړې او په لوړ معیار او ټکنالوژۍ سره يې بشپړه کړه ده. دغه پروژه د چيني کارکوونکو د زيار او کوښښونو په رڼا کې په پاکستان کې یوه ډېره باکیفیته پروژه بلل کيږي. موږ به په ټيټې بيې پاکه انرژي پيدا کړو.

نوموړي وويل، چې په پاکستان کې اوس د برېښنا د هر کيلوواټ بیه ۱۸ امريکايي سینټه ده، خو د دې پروژې د برېښنا بيه به یوازې ۷.۵ امريکايي سیټه وي، دا د ځايي حکومت او وګړيو لپاره ډېر ګټور کار دی.

اوس د دغې پروژې کابو 95 سلنه کارونه بشپړ شوي او له ټاکلي پلان سره سم به د راتلونکي کال په لومړۍ نيمايي کې څلور توربينونه فعال او بريښنا به توليد کړي.