د چین او اسيان ترمنځ اړيکې مخ په پياوړې کېدو دي
CMG2021-11-23 15:29:42
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۲مه نېټه د چین او اسيان ترمنځ د ډيالوګ اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کاليزې د یاد په سرمشريزه غونډه کې انلاين ګډون او وينا وکړه او د دواړو خواوو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړیکو د ټينګښت اعلان يې وکړ. د نوموړي له دې اعلان سره سم، د چین او اسيان ترمنځ اړیکې نوې مرحلې ته پورته شوې او د ۱۱ هېوادونو څه باندې ۲ ميليارډه خلک به ترې زیاتې ګټې پورته کړي.

د دغې سرمشريزې غونډې له جوړېدو دوه ورځې مخکې، د چین او لاوس ترمنځ د اوسپنيزې لارې په اوږدو کې ۱۰ نوي سټېشنونه بشپړ شوي او د فعالېدو لپاره چمتو دي. د مالوماتو له مخې، دغه اوسپنيزه لاره به په راتلونکي ډسمبر کې په رسمي توګه پرانيستل شي. دغه اوسپنيزه لاره د یوه کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د شته پروژو یوه نمونه ده او د چین او اسيان یوه لاسته راوړنه بلل کيږي.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د چین او اسيان د تېرو دېرش کلنو همکاريو غورچاڼ ياد کړ او وړانديز يې وکړ، چې دواړه خواوې دې سوله ييزې، ارامې، سمسورې، ښکلې او مهربانه اړيکې جوړې کړي. نوموړي په خپلو خبرو کې د چین او اسيان ترمنځ د سولې، امنیت، پرمختګ، زرغون تمدن او د انسانانو د تګ راتګ په برخو کې د ژورو همکاريو لايحه وړاندې کړه.

یو شمېر هېوادونه د دې سيمې په چارو کې د توپيرونو او شخړو د لمسونې او په بدنیت دوامداره مداخله کوي، نو چین او د اسيان غړي هېوادونه د دې سيمې د سولې او ارامتیا د ساتلو ګډه دنده لري او د بهرني ځواک له هر سياسي شوم نیت سره به ګډه مقابله وکړي. چین د جنوب ختيځې اسيا پر هېوادونو غږ وکړ، چې په ګډه څواړخيز نظام پلی کړي، د سولې او ارامتیا پر وړاندې له شته ستونزو او هر ډول ګواښ سره دې مقابله وکړي، د جنوبي سمندر ثبات او ارامتیا دې وساتي او ګټورې چارې دې ترسره کړي.

د کرونا وبا  پر وړاندې مبارزه لا هم یوه درنه دنده ده او چین او د اسيان غړیو هېوادونو تل په دې برخه کې یو بل سره مرستې کړې دي. د مثال په توګه، چین له کمبوډيا سره د کرونا وبا ضد واکسين ډېره مرسته کړې او اوس په دغه هېواد کې خلکو ته د دغه واکسين د ورکولو اندازه نږدې ۹۰ سلنې ته رسېدلې ده. رئيس شي جين پينګ په یاده سرمشريزه کې یو لړ نوي اقدامات بیان کړل او ويې ويل، چې چين به د اسيان غړيو هېوادونو ته نور ۱۵۰ ميليونه دوزه کرونا ضد واکسين ورکړي، له کرونا وبا سره د مقابلې لپاره به اسيان صندوق ته نور ۵ میلیونه امريکايي ډالره برابر کړي او د عامه روغتیايي سيستم د جوړونې او د کدرونو د روزنې په برخو کې به له اسيان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي. د چین دغه مرستې او کړنې به له کرونا وبا سره د مقابلې لپاره د جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو څخه قوي او پياوړی ملاتړ وکړي.

رئيس شي جين پينګ په یاده سرمشريزه کې دا وړانديز هم وکړ، چې چین او اسيان دې د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريو د تړون په پلي کولو سره د ازادې سوداګرۍ سيمې جوړونه چټکه کړي. چین به په راتلونکو ۳ کلونو کې د دې سيمې له ابادۍ او پرمختګ د ملاتړ لپاره اسيان ته ۱.۵ ميليارډه امريکايي ډالره برابره کړي او په راتلونکو ۵ کلونو کې به له دې سيمې څخه د ۱۵۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت زراعتي محصولات وارد کړي. د چین دغه اقدامات به د چین او اسيان د ګډ برخليک ټولنې جوړونه نوره هم وهڅوي.

د ماليزيا د اسيا د ستراتيژيکو څېړنو مرکز رئيس اونګ تي کيټ ويلي، چې چین د اسيان ريښتنی او د باور وړ همکار دی. د چین او اسيان ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې به مخ په پياوړې کېدو شي او د اړوندو هېوادونو خلکو ته به نورې زياتې ګټې ورسوي.