پيلمرغ امريکا ته د خطر زنګ وهلی
CMG2021-11-25 15:14:53
شريکول:

په امريکا کې د هر کال د نومبر څلورمه پنجشنبه له شکرانې ورځې سره برابره وي. امريکايان د دغې ورځې د لمانځنې په مناسبت مهم دود لري او د کورنۍ غړي يې د همدې ورځې په ماښامنۍ مېلمستيا کې يو ځای خوندور کباب شوی پيلمرغ خوري. خو سږ کال د امريکايانو لپاره بد خبر دا دی، چې ښايي دوی د روان کال د شکرانې ورځې د ماښامنې مېلمستيا لپاره  د پخوا په پرتله تر ټولو لوړه بيه ورکړي.

د امريکا د زراعت  وزارت د شمېرنې له مخې، يو متوسط پیلمرغ چې وزن يې له درې نيمو کيلوګرامو څخه تر ۷ کيلوګرامو پورې وي، په لويو پلورنځيو کې يې د هر نيم کيلوګرام بيه ۱،۳۵ امريکايي ډالرو ته رسيږي چې د تېر کال په پرتله ۲۱سلنه زياتوالی ښيي.

 د امريکا د فارمونو ټولنې د سروې له مخې، د روان کال د شکرانې ورځې د لمانځنې په مناسبت به د لسو تنو د ماښامنې ډوډۍ لګښت ۵۳،۳۱ امريکايي ډالره وي، چې دغه رقم د نوموړي سازمان د تېرو ۳۶ کلونو په پلټنو کې تر ټولو لوړ دی.

 د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ويلي، چې (( د روان کال د شکرانې ورځې مېلمستيا به د امريکايانو د پيسو پر کڅوړو سخته حمله وکړي)) .  خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د امريکا د سنټ لويس ايالت د زېرمې بانک ځايي خلکو ته وړانديز کړی، چې (( سبزي دې د شکرنې ورځې په ماښام لويې مېلمستيا کې د پيلمرغ پر ځای وکاروي.))  دغه وړانديز د خلکو د ناخوښۍ سبب ګرځېدلی دی.

د شکرانې ورځې قيمتي پيلمرغ او لويې مېلمستيا څخه ښکاري، چې امريکايان د توکو د قيمتي بيو له منفي اغېزو سره مخ دي. په امريکا کې د خوراکي موادو، انرژۍ، موټرونو او ډول ډول سوداګريزو توکو بيې ډېرې لوړې شوې دي. په دغه هېواد کې د يو ډالر دوکانونه چې پکې هر توکی په يو امريکايي ډالر پلورل کيږي، د هر توکي بيه يې له يو ډالر څخه يو اعشاريه پنځه ويشت ډالرو ته لوړهشوې ده. د شمېرنې له مخې، په تېر اکتوبر کې د امريکا د پيسو پړسوب د تېرو ۳۱ کلونو په پرتله لوړ ښودل شوی دی. د دغه واقعيت پر وړاندې، د امريکا د فيدرالي زېرمې ادارې هغه خبرې بې باوره شوي، چې وايي، په دغه هېواد کې د پيسو لوړ پړسوب لنډمهالی دی.

د امريکا حکومت له څه موده مخکې د زرګونو ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د اقتصادي تشويق پلان خپور کړی دی. که څه هم دغه پلان د مصرف په برخه کې د امريکايانو اړتياوې هڅولي، خو د کرونا وبا ضد په مبارزې کې د امريکايي حکومت د ناکامو تدبيرونو له امله د دغه هېواد د کار ځواک بازار د اعاده کېدو سرعت ورو شوی دی. بر سير پر دې، د ګردې نړۍ د کرونا وبا تر اغېزو لاندې د عرضې ځنځير ځنډيدلی دی. د امريکا د پيسو پړسوب د زياتو لاملونو له امله د سختېدو په حال کې دی او د اوږدمهالي پړسوب خطر يې مخ پر زياتېدو دی.

د چين له صادراتي موادو څخه د لوړو مالياتو د اخيستلو پاليسي د امريکا د سوداګريزو توکو د لوړو بيو بل سبب دی. د امريکا د وارداتي او صادراتي سوداګرو ټولنې او د امريکا د سوداګريزو چارو ټولنې په شمول  ۲۴ امريکايي سوداګريزو سازمانونو په دې وروستيو کې د دغه هېواد لوړ پوړو تجارتي چارواکو ته ګډ پيغام ليږلی او له حکومت څخه يې غوښتنه کړې، چې د چين له صادراتي توکو څخه د مالياتو د زياتوالي تدبير لغوه کړي، څو د پيسو پړسوب فشار کم شي. نوموړو امريکايي سازمانونو په دغه پيغام کې خبرداری ورکړی، چې د حکومت د دغې پاليسۍ له امله په دغه هېواد کې د توکو بيې لوړې شوي او امريکايي تصدۍ او کورنۍ زيانمنې شوې دي. د دغو سازمانونو د شمېرنې له مخې، د امريکا د حکومت د دغې کړنې له امله د امريکايي وارداتي سوداګرو زيانونه له ۱۱۰ ميليارډو امريکايي ډالرو نه زيات شوي، چې له دې جملې څخه يې د ۴۰ مليارډو امريکايي ډالرو زيانونه د امريکا د اوسني حکومت په موده کې رامنځته شوي دي.

قيمتي پيلمرغ د امريکا حکومت ته د خطر زنګ وهلی. امريکايي سياستوال بايد شخصي او سياسي ګټې پرېږدي او د کرونا وبا د کنټرول لپاره دې اړين ګامونه پورته کړي او داسې پاليسۍ دې غوره کړي، چې د امريکايانو له ګټو سره سمون ولري او د نړيوالې ټولنې لپاره هم خپل مسئوليت ادا کړي.