هېڅ ځواک نه شي کولای د چين او افريقا د همکارۍ مخه ونيسي
cri2021-11-27 14:41:42
شريکول:

له اوږدې مودې راهيسې د زیمبابوې په رومینی کلي کې د پاکو اوبو د کمبود له امله ګڼ شمېر کلیوال د کولرا په  ناروغۍ اخته شوي دي. خو د روان کال په اګست میاشت کې وضعیت ښه شوی دی. د چين د حکومت په مرسته د اوبو يو څاه جوړ شوی چې د روغتيا شرايط يې ډېر ښه کړي او کلیوال هیڅکله د ناپاکو اوبو له امله ناروغه ندي شوي. له ۲۰۱۲ کال څخه تر اوسه پورې د چين حکومت د زيمبابوې لپاره د اوبو ۱۰۰۰ څاه ګان جوړ کړي چې څه دپاسه ۴  لکه ځايي وګړي ترې ګټه پورته کوي.

دغه څاه ګان د چين او افريقا ترمنځ د تلپاتې دوستۍ څرګندونه کوي. د افریقا د نظر پوښتنې يو مشهور ارګان په دې وروستیو کې يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په افریقا کې د چين اغېزې لومړی ځای لري. دا د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې روښانه انځور دی.

د چين حکومت د نومبر پر ٢٦مه نېټه په نوې زمانه کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ په نوم سپين کتاب خپور کړ چې په کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ ګټورې پايلې په هراړخيزه توګه څېړل شوې. د چين او افريقا ترمنځ عملي همکارۍ د دواړو هېوادونو خلکو ته واقعي ګټې رسولي دي. د بېلګې په توګه، د کرونا وبا پر وړاندې د چين د مبارزې په سخت وخت کې، که څه هم يو شمېر افريقايي هېوادونه شتمن نه دي، بيا يې هم په فعاله توګه چين ته پيسې او توکي ورکړي. دغه راز په افريقا کې د وبا له خپرېدو وروسته چين په لومړي وخت کې له افريقا سره مرسته کړې ده.   

د ډيجيټلي اقتصاد، فضانوردۍ او پاکې انرژۍ په برخو کې د چين او افريقا همکارۍ هم ژورې شوې. چين نه يوازې له افريقا سره د زياتو علمي او تخنيکي استعداد کسانو په روزلو کې مرسته ککړې، بلکې د ناورينونو د مخنيوي او کمولو په برخه کې يې له افريقايي هېوادونو سره همکارۍ کړي.  

په څو ورځو کې به د چين او افريقا د همکارۍ فورم د وزيرانو غونډه په سينيګال کې تر سره شي. د معلوماتو له مخې، چين به په راتلونکو درېيو کلونو کې له افريقا سره د همکارۍ نوي تدبيرونه اعلان کړي او دواړه خواوې به د راتلونکو اړيکو د پرمختګ پلان جوړ کړي. دا به خامخا د دواړو خواوو خلکو ته لا زیاتې ګټې ورسوي.