بېجینګ کې به د ۲۰۲۲م کال د المپيک ژمنيو لوبو لپاره ۱۰ ځانګړي ګلزارونه جوړ شي
CMG2021-12-01 15:22:48
شريکول:

د چين د پلازمينې بېجينګ ښار د باغوانۍ او سرسبزۍ ادارې مرستيال او وياند ګاو دا وی د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د المپيک او پرالمپيک ژمنيو لوبو په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې سږکال به په دغه ښار کې د ۲۰۲۲م کال د المپيک او پرالمپیک ژمنيو لوبو لپاره ۱۰ ځانګړي ګلزارونه جوړ شي.

په دغه مطبوعاتي غونډه کې دا خبر هم ورکړل شو، چې په بېجینګ کې د يادو لوبو په لوبغالو او اړوندو ځايونو کې ۲۵۱.۲ هکتره ځمکه سرسبزه شوې او د راتلونکي جنورۍ تر پايه پورې به نور نوي نباتات او نيالګي هم پکې ايښودل شي.