د شينجيانګ په اړه ۶۱مه مطبوعاتي ناسته
CMG2021-12-01 16:59:12
شريکول:

د چين د شينجيانګ اويغور کورواکي سيمې حکومت د نومبر په ۳۰مه نېټه بېجينګ کې د شينجيانګ مسئلې په اړه ۶۱مه مطبوعاتي ناسته تر سره کړه. د ياد حکومت مطبوعاتي وياند شيو ګوي شيانګ په ياده ناسته کې وويل، چې په شينجيانګ کې هيڅ نژادي تصفيه نه تر سره کېږي. 

نوموړي وويل، چې امريکايې حکومت په دغه هېواد کې د انديانو قتل عام وکړ او همدا ريښتينې نژادي تصفيه ده.

نوموړي زياته کړه، چې اوس د شينجيانګ ټولنه، اقتصاد او د خلکو ژوند ثابت او مخ پر ښه کېدو روان دی. د امريکا دا پرېکړه بې اساسه او بې ځايه ده، چې د شينجيانګ د بشري حقونو مسئلې په پلمه نه غواړي، د بېجينګ د المپيک په ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي.